د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

طالبان د نوي مشر پر ټاکلو سلا نه شول


د وسله والو طالبانو د نوي مشر او ناراضي قوماندانانو ترمنځ خبرې ناکامې شوې او دغه ډله ښايي پر دوو برخو سره ووېشل شي.

د وسله والو طالبانو يوه وياند پرون وويل چې دوى ښايي پر دوو ډلو سره ووېشل شي؛ ځکه د وسله والو طالبانو ترمنځ د ملا محمدعمر له مرګ نه وروسته د نوي مشر پر ټاکلو تازه خبرې ناکامه شوې.

رويټرز اژانس ليکي، د طالبانو ترمنځ د درز ايجاد ښايي د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې هم له ځنډ او خنډ سره مخامخې کړي.

د سولې لومړى پړاو خبرې په پاکستان کې شوي؛ خو دويم پړاو خبرې چې د جولاى پر ٣١مه په پام کې وې؛ وروسته له هغې وځنډېدې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړينې خبر خپور شو.

د افغانستان د سولې عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد ازادي راډيو ته وويل؛ فکر نه کوي چې د وسله والو طالبانو خپلمنځي اختلافات دې د سولې خبرې او مذاکرې ټکنۍ کړي:

په وروستيو کې د سولې عالي شورا او يوشمېر امريکايي چارواکو ويلي؛ د وسله والو طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ ښايي د سولې خبرې په راتلونکو اوونيو کې بيا پيل شي.

د وسله والو طالبانو په ليکو کې د مشرتابه پر سر کړکېچ وروسته له هغې پيدا شو چې د افغانستان د ملي امنيت ادارې د جولاى په وروستيو کې د طالبانو د غورځنګ د بنسټ ايښودونکي ملا محمد عمر د مړينې اعلان کړ چې دوه کاله مخکې مړ شوى دى.

وسله والو طالبانو د ملا عمر مرستيال ملا منصور د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړ؛ خو د وسله والو طالبانو ګڼ قوماندانان ځکه په غوسه شول چې ولې ملا منصور د ملا عمر د مرګ خبر له دوى څخه دوه کاله پټ ساتلى؛ دغه ناراض قوماندان ملا منصور د خپل مشر په توګه نه مني.

د ملا منصور د مخالفې ډلې وياند ملا عبدالمنان نيازي پرون وويل چې د ملا منصور او ناراضو طالب قوماندانو ترمنځ خبرې ناکامې شوې.

ملا نيازي ويلي:

((موږ دوې مياشتې ملا منصور ته انتظار وکړ چې په وضعيت ځان پوه کړي او د مشرتابه له مقام څخه لاس واخلي؛ پرې دې ږدي چې د طالبانو عالي شورا نوى مشر د رايو پر اساس وټاکي؛ خو دى په دې کار کې ناکام شو.))

رويټرز اژانس ليکي چې د ملا منصور استازي په دې اړه د خبرو لپاره پيدا نه شول.

منان نيازي رويټرز اژانس ته ويلي؛ د طالبانو ناراض قوماندان به د ملا منصور پر ډله بريدونه نه کوي؛ بلکې دوى به هم په افغانستان کې پر افغان حکومت او بهرنيو متحدانو خپل بريدونه تنظيم کوي.

XS
SM
MD
LG