د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

داعش د پاکستانيو ځواکونو پر پوستې حمله کړې


افغان پولې ته څېرمه په باجوړ ايجنسۍ کې داعش وسله والې ډلې د پاکستانيو ځواکونو پر يوې پوستې د بريد او د هغې د سوځولو ادعا کړې ده.

د داعش يا د اسلامي دولت وسله والې ډلې يوه غړي د يکشنبې په ورځ رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د دوى وسله والو د باجوړ ايجنسۍ په ډمه ډوله نومي سيمه کې د پاکستان د ملېشه ځواکونو پر يوې پوستې بريد کړى او هغې ته يې اور اچولى دى.

په باجوړ کې د پاکستانيو ځواکونو پر پوستې دا بريد د تحريک طالبان پاکستان د هغې ډلې له خوا شوى چې څه موده مخکې يې له دغه تحريکه لارې بيلې کړي او له داعش وسله والې ډلې سره يې بيعت اعلان کړى.

په عين حال کې د پاکستان دوو امنيتي چارواکيو چې نوم يې نه دى اخيستى؛ رويټرز خبري اژانس ته د ملېشه ځواکونو پر پوستې د بريد پخلى کړى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

دا لومړى ځل دى، چې د داعش وسله والې ډلې ملاتړو په قبآيلي سيمو کې د پاکستانيو ځواکونو پر پوستې د بريد ادعا کړې ده.

د ملېشه ځواکونو پر پوستې د بريد ادعا په داسې وخت کې شوې، چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د داعش وسله والې ډلې شتون رد کړى، خو ددې ترڅنګ يې دا ډله د سيمې لپاره ګواښ بللى و.

که څه هم د پاکستان حکومت يا امنيتي مقاماتو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ددې هېواد د دفاعي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې که چيرې دا بريد د داعش وسله والې ډلې ملاتړو کړى وي، نو دا د حکومت لپاره د اندېښنې وړ ده.

د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځي منصبدار بريګيډير سيد نذير مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې د داعش له خوا پر پوستې د بريد په اړه اندېښنه وښوده او ټينګار وکړ؛ چې د سيمې هېوادونه دې ددې ډلې د مخنيوي لپاره ګډه ستراتېژي جوړه او همکاري پراخه کړي:

((واقعي ده چې په لويه سطح باندې په پاکستان کې داسې د داعش څه قدر اور نه ليډر نه شته دى، چې هغه داسې هدفونه ولګوي، چې هغې ته موږ ووايو چې واقعي د دوى يو وجود شته دى.

دا د يو ملک کار نه دى، چې ددې مخنيوي وکړي، بلکې هغوى چې د خراسان کومه صوبه يادوي، نو د هغې د مخنيوي لپاره پکار دى، چې علاقايي سطح باندې څه داسې ټاکلي ګامونه، يو بل سره روغه جوړه، بل يو بل اعتماد او انټليجنس معلومات يو بل ته ورکول او ددې نه علاوه د هغې دپاره يوه ستراتېژي پکار ده، چې د ټولو ملکونو مشترکه وي او ددې خبرې څه ناڅه مخنيوى وکړى شي، په دې يو ملک يا يو اټليجنس ايجنس دا سر ته نه شي رسولاى.))

داعش يا اسلامي دولت هغه وسله وال ډله ده، چې دا مهال يې د عراق او شام ډېرې سيمې تر ولکې لاندې دي او همداراز ويل کېږي، چې د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې يې هم ځيلې غوړولي دي.

د يادونې وړ ده، چې داعش وسله والې ډلې په باجوړ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې د بريد مسووليت په داسې وخت کې منلى، چې تېره اوونۍ په پاکستان کې افغان سفير جانان موسى زي په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې دا ډله د سيمې د امنيت لپاره ګواښ بللې وه او ددې د مخنيوي لپاره يې پر ګډو هڅو او همکاريو ټينګار کړى و.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG