د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

پاکستان په خپل رالېږل شوي پټ لیک کې له افغانستانه څه غوښتي؟


د ولسي جرګې یوشمېر غړي وایي، که چیرې پاکستان د افغانستان د ملي امنیت د مشر رحمت الله نبیل د ګوښه کیدو غوښتنه کړې وي، دا د ديپلوماتیکو اصولو خلاف خبره او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه ده.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه چې خپلواکو سرچینو لا نه دي تائید کړي؛ خپاره شول چې پاکستان افغانستان ته یو پټ لیک رالیږلی او غوښتنه یې ترې کړې چې په دې هېواد کې د پاکستان د تبلیغاتو مخه ونیسي.

که څه هم د دې راپورنو کره والی لا نه دی ثابت؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي چې په دې لیک کې له افغان حکومته غوښتل شوي چې د ملي امنیت د مشر رحمت الله نبیل او پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغو هڅو مخه ونیسي چې د پاکستان پر ضد یې کوي.

د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون غړی ډاکټر جعفر مهدوي ازادي راډيو ته وویل:

((که رېښتیا هم داشان یو څه وي؛ نو دا په مستقیم ډول د افغانستان په چارو کې مداخله ده؛ خو که د خبرو او بیان ډول بل شان وي؛ مثلاً د یو هېواد چارواکی ځي د بل هېواد مقام ته د ځینو کړیو په اړه چې د دوی په چارو کې یې مداخله کړې وي؛ دا له دوی سره شریکوي یا شکایت کوي یا کومه غوښتنه کوي دا بیا بیله موضوع ده.))

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې هم په کابل کې د ګندمک او ډیورنډ په علمي کنفرانس کې وویل چې جنرال مشرف ورنه په رسمي دول د ډیورنډ کرښې د منلو غوښتنه کړې وه؛ خو ده رد کړې وه.

دغه شان د راپورنو له مخې د افغانستان د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل هم د ملي شورا په یوه سري غونډه کې ویلي وو چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د امنیتي سند د لاسلیک مخالف دی او دغه سند یې نه دی لاسلیک کړی.

که څه هم د ارګ او اجرایيه ریاست سرچینې افغان حکومت ته د پاکستان له خوا د لیک رالیږل ردوي؛ خو په پاکستان کې پخوانی افغان ډيپلوماټ احمد سعیدي وایي؛ دا لیک وړمه اونۍ سرتاج عزیز له ځان سره کابل ته راوړی و.

دا چې په دې لیک کې څه راغلي، ښاغلی سعیدي یې په اړه وایي:

((هغه پیغام چې رییس جمهور ته ورکړی؛ په کې راغلي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پاکستان په مقابل کې مخالفتونه لري؛ مخصوصاً د ډیورنډ کرښې په برخه کې دی تبصره کوي او ګوت څنډنه کوي او رحمت الله نبیل چې د افغانستان د ملي امنیت رییس دی؛ پخوا هم د افغانستان او پاکستان د امنیتي سند د لاسلیک مخالف و او اوس هم مخاف دی.

تاسې که غواړئ چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښه شي؛ نو رحمت الله نبیل هم باید په دې پوست کې نه وي او د حامد کرزي د خبرو مخنیوی هم باید وکړی.))

د پاکستان له خوا د ورستۍ نا تاید شوي پیغام خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې څه موده وړاندې ولسشمر اشرف غني پاکستان ته یو اته ماده ییز لیک لیږلی و.

افغانستان او پاکستان په دې وروستیو کې یو د بل په وړاندې د ملامتولو لوبه پیل کړې او داسې ښکاري چې دواړه لوري اوس هڅه کوي چې خړې پړې شوې اړیکې بیرته جوړې کړي.

خو وبه لیدل شي چې وضیعت به نور هم خړپړ او که نه، د اړیکو د ښه کولو په یوه نوې لار به فکر وشي.

XS
SM
MD
LG