د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د غزني په ګیرو او قره باغ کې تر ۳۰زیات وسله وال وژل شوي دي


د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د طالب وسله والو پرضد عمليات شوي دي چې په کې د شپېتو تنو په شاو خوا کې وسله وال مړه او ټپيان شوي دي.

دوی وايي، په هغو سيمو کې چې عمليات شوي، په بشپړه توګه له طالبانو پاکې شوې دي.

د غزني په ګېرو او قره‌باغ ولسواليو کې له تېري يوې اوونۍ راهيسې د طالبانو پر ضد عمليات روان وو چې پرون ناوخته پای ته رسېدلي او تر دېرشو زيات وسله وال په کې وژل شوي دي.

په دې سربېره، په دغو عملياتو کې د پنځه‌ويشتو تنو په شاو خوا کې نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.

په عملياتو کې ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت برخه اخيستې ده.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند بريدمل نور خان وايي، د عملياتو پر مهال د ګېرو او قره‌باغ په ډېری سيمو کې له طالبانو سره نښتې شوې دي.

دی وايي، په عملياتو کې له وسله والو څخه پرېمانه درنې او سپکې وسلې هم پاتې شوې او سرتېرو له ځان سره راوړې دي.

د ده په خبره، په وژل شويو طالبانو کې اووه تنه پاکستاني پنجابيان شامل وو.

په دغو نښتو کې چارواکي د ملي اردو د يوه سرتېري وژل کېدل، هم مني.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

سيدشاه سقيم

XS
SM
MD
LG