د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

سرتاج عزيز به له افغان چارواکو سره په مهمو مسایلو سلا وکړي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې چې په ملي امنيت او بهرنيو چارو کې به د دې هېواد د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز نن کابل کې د افغانستان لپاره د سيمه ييزو همکاريو يا ريکا کنفرانس په دويمه ورځ کې ګډون وکړي او همدا راز به له افغان چارواکيو سره به په ځينو مساېلو خبرې وکړي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکارپه داسې وخت کې کابل ته سفر کوي چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړيکي خړې شوي.

له دغه وزارت څخه د پنجشنبې په ورځ په خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي چې ښاغلى عزيز به د ريکا په کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ له جګپوړو افغان چارواکيو سره هم وګوري او په ځينو مهمو دوه اړخيزو موضوعاتو به ورسره سلا مشورې وکړي.

په افغانستان کې د ملي يووالي د حکومت تر رامنځته کېدو وروسته د پاکستان او افغانستان اړيکې څه غوړېدلې وې، خو څه موده مخکې په کابل کې تر پرله پسې ترورېستي پريدونو وروسته افغان چارواکيو پر پاکستان کلکې نيوکې وکړې او دا هېواد يې د طالبانو په ملاتړ تورن کړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت کابل ته د دې هېواد د ملي امنيت د سلاکار د سفر پرمهال له افغان چارواکيو سره پر ځينو موضوعاتو د سلا مشورو خبره په داسې وخت کې کړې چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات چې لومړى پړاو يې په پاکستان کې ترسره شوى و، ځنډېدلي دي.

که څه هم په دې وروستيو کې د اسلام اباد او کابل اړيکي ترينګلي شوي، خو د پاکستان د سياسي او افغان چارو يو شمېر کارپوهان کابل ته د عزيز سفر د بې باورۍ ختمولو لپاره مهم ارزوي، خو د دې ترڅنګ ټينګار کوي چې د بې باورۍ د ختمولو لپاره بايد دواړه هېوادونه د تګ راتګ ترڅنګ له يو بل سره کړې ژمنې هم عملي کړي. د سياسي و افغان چارو څارونکي شميم شاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

((سرتاج عزيز هلته کابل ته ځي، نو زما خيال دى چې نوموړى به ولسمشر اشرف غني سره هم خبرې وکړي. خبرې اترې که هر څومره وشي چې تر څو په هغې عملدرامد نه وي شى، نو خلک نه مطمېن کېږي.

معاملې خو ډېرې زياتي دي، که هغې کې وګورئ نو تر ټولوغټه مسئله د ترهګرۍ ده. د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې اترې له تېرو شپاړسو کالو راهيسې روانې دي او د خبرو اترو او د خلکو د تګ راتګ باوجود هم تعلقات ورځ تر ورځه خرابېږي.

زما دا خيال دى چې د خبرو اترو سره سره چې کومې ژمنې وشي، کومې وعدې وشي، په هغې عملي قدمونه اوچتول پکار دي. اوس هم وخت دى چې د پاکستان او افغانستان چارواکي په دې پوهه شي او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره کوټلي قدمونه اوچت کړي.))

په عين حال کې د پاکستان يوه جګپوړي دولتي چارواکي چې نوم يې نه دى ښودل شوى، ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې ته ويلي، د ملي امنيت سلاکار به کابل ته د سفر پر مهال د افغانستان له ولسمشر او ددې هېواد له بهرنيو چارو له وزير سره وګوري او هغوى ته به د پاکستان دوه مهم پېغامونه ورورسوي.

ددغه چارواکي په خبره، ښاغلى عزيز به له افغان چارواکيو وغواړي چې کابل دې د اسلام اباد په ضد منفي پروپاګند بند کړي او همداراز به افغان دولت له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د ځنډېدلې لړۍ د بېرته پيلولو لپاره وهڅوي.

که څۀ هم څه له يوې خوا په کابل کې تر خونړيو ترورېستي بريدونو وروسته افغان چارواکيو پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړ او ترې ويې غوښتل چې پر خپله خاوره دې د حقاني شبکې، افغان طالبانو او نورو وسله والو پرضد جدي ګامونه پورته کړي.

خو له بلې خوا بيا پاکستان د افغان دولت تورونه ردوي او ټينګار کوي چې په قبايلي سيمو کې يې د پوځي عملياتو پر مهال له توپير پرته د ټولو وسله والو پرضد عمليات کړي او ادعا کوي چې په دې سيمو کې يې حقاني شبکې له پښو غورځولې ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG