د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

په ننګرهار کې داعش خلکو ته ګواښ کړی چې د دوی بیعت وکړي


د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو اوسیدونکي وایي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خلکو ته خبرداری ورکړی چې له دې ډلې سره بیعت وکړي.

په ننګرهار کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش حضور په پراخېدو سره دا مهال د دې ولایت اوسیدونکي وایي؛ هغه کسان چې له دې ډلې بیعت ونه کړي له بېلابېلو تاوتریخوالو سره مخ کیږي.

یو شمېر هغه اوسیدونکي چې له بیلابیلو نا امنو سیمو جلال اباد ښار ته راکډه شوي د نومونو له اخیستلو پرته ازادي راډيو ته وویل چې د داعش ډلې د دوی کورونه یې سوځولي او ډيری خلک یې بندیان کړې دي:

د دغو کسانو له ډلې یو تن چې د نوم له خپرولو ډډه کوله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

((داعش یوه اعلامیه خپره کړې او ګواښ یې کړی چې د سیمې خلک باید له دوی نه بیعت وکړي؛ نژدې دوه سوه کسان اوس هم له دوی سره بندیان دي؛ تراوسه نه پوهیږو چې ژوندي دي کنه.))

دوی وایي چې دا مهال داعش ډلې د ننګرهار د اچین، نازیان، هسکې مینې او سپین غر ولسوالیو ډيرې برخې نیولي دي.

د اچین ولسوالۍ یوه بل اوسیدونکي د داعش ډلې د تاوتریخوالي په اړه داسې وویل:

((داعش چې هرڅوک به یې لاس ته راتلل ځان سره وړل؛ یو شمېر یې په بمونو والوزول، اویو شمېر یې په چړو حلال کړل او اوس هم خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي.))

تر دې وړاندې داعش په یوه خپره کړې ویډو کې د اچین ولسوالۍ لس تنه اوسیدونکي له طالبانو سره د اړیکو په تور په بمونو الوزولي دي.

د دې ولسوالۍ اوسیدونکي د اندېښنو په څرګندولو سره بېلابېلې خبرې کوي.

د شینوارو یوه اوسیدونکي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې داعش ټول بې ګناه خلک نیسي او ځوروي یې:

((ټول خوار غریب خلک دي چې دوی نیسي او داسې ظلمونه کوي؛ دوی هېڅ ډلې پورې تړاو نه لري عام وګړي دي حکومت نه زموږ غوښتنه دا ده چې د دغه وحشت مخه ونیسي.))

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ننګرهار ولایت د امنیتي چارواکو نظر واخلو؛ خو له پرله پسي اړیکو نیولو وروسته د دې ولایت چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو تردې وړاندې دافغانستان دفاع وزارت ویلي وو چې د دغې ډلې په وړاندې پراخ عملیات کړي او دا ډله به خپل هدف ته ونه رسیږي.

XS
SM
MD
LG