د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده تر ۲۰۱۷ پورې وغځېده


په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده تر دوه نورو کلونو یعنې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه د غځېدو پریکړه وشوه.

په کابل کې د افغان حکومت، پاکستاني پلاوی او د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ یا UNHCRتر منځ دوه ورځنۍ غونډه په درېیو مهمو پرېکړو سره پای ته ورسېده.

دا پرېکړې دا دي چې افغان کډوال د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه په پاکستان کې اوسیدی شي؛ پاکستان به غیرقانوني کډوال راجسټر کوي او افغان کډوال به په جبر سره له هغه هېواده نه را باسي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د شنبې په ورځ د پاکستاني پلاوي او UNHCR له استازو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې په دې اړه موافقه هم لاسلیک شوې ده:

((بالاخره دې نتیجې ته ورسېدو چې په پاکستان کې له اسنادو پرته د ټولو افغانانو هویت تثبیت شي او بیا دوی ته داسې کارتونه ورکړل شي چې افغاني هویت یې تایدوي.

له دې سره هغه کډوال چې هلته دي ټاکل شوي د اوسېدو نیټه یې د ۲۰۱۷ کال تر ډسمبر پورې تمدید شي.))

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د میشتو راجسټر شوو افغان کډوالو د اوسېدو اوسنۍ موده د روان میلادي کال تر ختمېدو سره پای ته رسیدله.

ښاغلی بلخي وايي چې د کارتونو د تمدید پروسه یو شمېر حقوقي چارچوبونو ته هم اړتیا لري چې د بشپړېدو لپاره به ورته سر له اوسه هڅې پیل کړي.

د دوه دغو هېوادونو تر منځ د کډوالو لپاره دا پرمختګ داسې وخت کیږي چې په دې ورستیو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا په اسلام اباد کې د افغان بستۍ په نوم یو کمپ ونړول شو چې په کې لسګونه افغان کورنۍ زیانمنې شوې.

دې پیښې او په دې ورستیو کې د پاکستان کړنو افغانان تر ډېره د پاکستان پر وړاندې حساس کړي او تر دې چې پاکستاني پلاوي د افغانانو احساسات د کډوالو له ژوند سره تړلي بولي.

د پاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوچ وايي؛ پاکستان حکومت په ښه شان سره د کډوالو کوربه توب ته کار کوي؛ خو په افغانستان کې پاکستان ضد احساسات د دوه هېوادونو تر منځ دا اړیکه زیانمنولی شي:

((ځينې شیان چې دلته واقع کیږي د پاکستان عوامو له عکس العمل سره مخ کیږي. دلته اوږده لاریونونه او کمپاینونه کیږي چې پاکستاني تولیداتو ته نه ووايي؛ دلته د پاکستان بیرغ سوځول کیږي؛ دلته پاکستاني نوټونو ته اور ورته کیږي دا چارې موږ اندېښمن کوي ځکه چې هغه په کورنیو او بهرنیو اړیکو اغیز کوي.))

د پاکستاني پلاوي او افغان حکومت د معلوماتو له مخې د درېیو لسیزو څخه تر ډېرې مودې راهیسې پاکستان د پنځه میلیونو څخه د ډېرو افغانانو کوربه و.

دوی وايي، له دې ډلې یې تر نیمایي ډېر بېرته هېواد ته ستانه شوي او شاوخوا دوه نیم میلیونه لا هم د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې د کډوالۍ شپې تېروي چې له دې ډلې یې یونیم میلیون قانوني کډوال دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG