د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د جنرال دوستم د موټرو پر کاروان بريد شوى


راپورونه وايي په فارياب ولايت کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د موټرو پر کاروان بريد شوى دى.

بريد په قيصار ولسوالۍ کې شوى دى. د فارياب امنيه قوماندان سبحان قُل ابراهيمي وايي په دې بريد کې ٨ تنه بريد کوونکي وژل شوي او ١٣ تنه نور نيول شوي دي.

لومړني راپورونه وايي چې په خپله دوستم ته زيان نه دى رسېدلى.

جنرال دوستم له څه باندې دوو اوونيو راهيسې په فارياب کې د پوځي عملياتو مشري کوي.

تر اوسه د دولت وسلوالو ډلو په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG