د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

افغان حکومت د پاکستان د "عمل" پر پروګرام غور کوي


افغان حکومت وایي، د عمل پر هغه پروګرام یې غور پیل کړی چې د پاکستان له خوا افغان پلاوي ته سپارل شوی دی.

د ملي وحدت حکومت یوه باوري سرچینه وایي؛ اسلام آباد ته د افغان پلاوي وروستی سفر ګټور وو او زیاتوي چې د هغه هېواد چارواکو د ولسمشر د اته ماده ییز لیک ځواب هم د عمل په نوم د یوه پروګرام په چوکاټ کې یاد پلاوي ته ورکړی دی.

دې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت د پاکستان د عمل پر پروګرام غور پيل کړي او وروسته به یې نتیجه معلومه شي.

د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ یوه افغان پلاوي تیره پنجشنبه پاکستان ته سفر وکړ؛ څو د هغه هېواد له چارواکو سره د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په عملي لارو چارو خبرې وکړي.

که څه هم داسې انتقادونه موجود دي چې پاکستان ته تللي افغان پلاوي د هغه هېواد له پوځي چارواکو سره نه دي کتلي؛ خو افغان حکومت وایي، د اسلام آباد له پوځي چارواکو سره لیده کاته د دې پلاوي په اجنډا کې نه وو شامل.

تېره اونۍ ولسمشر اشرف غني وویل؛ د پاکستان صدر اعظم ژمنه ورکړې چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره به عملي تګلاره جوړوي او داسې ښکاري چې د عمل په پروګرام کې به هم د تروریزم د مبارزې لارې چارې ځای شوي وي.

که څه هم معلومه نه ده چې د عمل په نوم پروګرام کې په ځانګړې ډول څه مسایل شامل دي؟ خو د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وایي؛ دغه غوښتنې به د ډیورنډ د رسمیت پیژندو، ټرانزیټ، اقتصادي پروژو او اوبو په اړه وي او ټینګار کوي چې حکومت باید ورته تسلیم نه شي.

دا چې ولې؟ میرمن بارکزۍ یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

((افغانستان پاکستان ته ډېر احتیاج نه لري؛ په ډېرو مواردو کې پاکستان افغانستان ته احتیاج او ضرورت لري؛ که چېرې افغان تجاران پاکستان تحریم کړي او له دغه هېواده واردات کم کړي دا ستر زیان پاکستان ته اړوي؛ افغانستان ته په کار ده چې آسیا میانه هېوادونو سره اړیکې ښې کړي؛ خپل نورو ګاونډیانو سره ټرانزیټي او تجارتي اړیکې ښې کړي؛ دا به هم په سیاسي او هم په اقتصادي لحاظ د افغانستان په ګټه وي.))

ولسمشر غني شااوخوا څلورمیاشتې وړاندې پاکستان ته یو اته ماده ییز لیک وسپاره.

د دې لیک عمده غوښتنې دا وې چې پاکستان باید په کوټه او پېښور کې طالبان ونیسي؛ په روغتونونو کې د طالبانو د ټپيانو درملنه ودروي؛ د مخالفینو پټن ځایونه له منځه یوسي؛ د حقاني شبکې پر ضد عملیات پراخ کړي او هغه کیمیاوي مواد بند کړي چې طالبان بمونه ترې جوړوي.

اوس ویل کیږي چې د دې لیک په ځواب کې پاکستان هم له افغانستانه ځینې غوښتنې لري؛ خو تراوسه افغان چارواکو د اسلام آباد د غوښتنو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

له پاکستان سره په دې وروستیو څو ورځو کې د افغان حکومت دریځ بدل شوی او ولسمشر او اجرایيه رییس ویلي؛ پاکستان په تېرو لسو میاشتو کې له افغان حکومت سره د خپلو ژمنو خلاف هیڅ همکاري نه ده کړې.

د چارو څيړونکي او د ملي شورا یو شمیر غړي وایي، حکومت باید د پاکستان د لاسوهنو په اړه شواهد نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي څو اسلام آباد تر نړیوال سیاسي فشار لاندې راشي او له افغان حکومت سره همکارۍ ته مجبور شي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG