د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

د کابل د عالمانو شورا د پاکستان په وړاندې د جهاد فتوا ورکړه


د افغانستان په مرکز کابل ولایت کې د عالمانو شورا د پاکستان په وړاندې د جهاد فتوا ورکړه.

د دغه شورا غړو د پنجشنبې په ورځ د شاه شهید د خونړۍ پېښې د قربانیانو سره د غم شریکۍ په هدف د پېښې په ځای کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د پاکستاني علماوو د هغه فتوا په وړاندې چې د افغانستان په وړاندې یې جهاد روا ګڼلی و په دغه اقدام لاس پورې کړ.

ترهغې وروسته چې پاکستاني علماوو په افغانستان کې جهاد روا وګڼلو او په کابل کې هم خونړیو بریدونو زور واخیست د کابل د عالمانو شورا هم د پاکستان په وړاندې د جهاد اعلان وکړ.

د دغه شورا غړې د پنجشنبې په ورځ د کابل په شاه شهید سیمه کې د وروستۍ خونړۍ پېښې پرځای قربانیانو سره د غم شریکۍ په دود راټول شوي ول.
د کابل د عالمانو شورا ریس مولوی عبدالبصیرحقاني په دې اړه وویل:

((یوپیغام د کابل د علماوو شورا په نماینده ګۍ د پاکستان ملایانو ته دا لرم چې تاسې د افغانستان د مظلومو او مسلمانو خلکو د وژنې او پر وړاندې یې د جهاد فتوا ګانې صادروي نو زموږ فتوا دا شوه چې په پاکستان کې جهاد فرض عین دی او هغه ډله چې په پاکستان کې جهاد کوي موږ یې کلک ملاتړکوو او ورسره درېږو.))

د کابل د عالمانو شورا له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د کابل د شاه شهید د سیمې د پېښې عاملین پیدا او د اعمالو سزا یې ورکړي.

د دغه شورا غړو نه یواځې دا چې د پاکستان په وړاندې یې د جهاد فتوا ورکړه بلکه د دغه هېواد پرضد یې شعارونه ورکول او الله اکبر نارې یې وهلې.

څه موده وړاندې د پاکستان یو شمېردیني عالمانو د افغانستان په وړاندې د جهاد فتوا ورکړې او جګړه یې په دغه هېواد کې روا بللې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیوکې کابل د خونړیو حملو شاهد و چې ترټولو ستره یې د شاه شهید پېښه وه چې د یوې لارې موټربم په چاودنه کې سلګونو کسانو ته مرګ، ژوبله واوښته.

بل خوا د دغې شورا غړو وویل چې د پاکستان په وړاندې په جهاد کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او له هغوی ملاتړ کوي. د دغې شورا یو غړی عزیز الله مفلح:

((د اسلام لپاره، د دین لپاره، د خدای د رضا او د بشریت د هوساینې لپاره او د محمد رسول الله د ص د رضا لپاره تیار یو چې خپل سرونه د جهاد په سنګرونو او د دغه هېواده د دفاع په خاطر ورکړو خو هیڅ بدماش ته تسلیم نه شو.))

د کابل د شاه شهید پېښې په اړه د افغان چارواکو، دیني عالمانو او عامو خلکو غبرګونونه په داسې حال کې کېږي چې، طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغې پېښې په اړه دوی خپل تحقيقاتي ټيم ته دنده ورکړې وه چې شواهد راټول کړي، د خلکو څخه حالات وپوښتي او د پېښې په اړه ټول اړین معلومات د اسلامي امارت اړونده مراجعو ته وړاندې کړي.

دوی وايي، د پلټنو په نتیجه کې اوس څرګنده شوې ده چې دا پيښه د اسلامي امارت په مسئولینو پورې هیڅ اړه نه لري اود کابل په مربوطاتو کې د اسلامي امارت مسئول کسان په دې نامعلومې چاودنې کې لاس نه لري.

دوی دا پېښه په کلکو، ټکو غندلې او د پېښې له قربانیانو سره یې خوا خوږي ښکاره کړې ده.

د کابل د شاه شهید پېښه اوس په یوې معما بدله شوې او تراوسه یې هیڅ ډلې مسوولیت پرځان نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG