د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

د حامدکرزي نړېوال هوايي ډګر په دروازه کې موټربم حملې ۵تنه وژلي


د کابل امنیه قومندان وايي چې د حامد کرزي د نړېوال هوایي ډګر په نننۍ موټر بم حمله کې پنځه کسان وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي.

عبدالرحمان رحیمي د پیښي په ځای کې خبریالانو ته وویل چې دا حمله د یوه کرولا ډوله موټر په وسیله شوې او قربانیان یې هم ټول ملکي وګړي دي.

کابل ښاریان نن یوځل بیا یوې انتحاري حملې ولړزول او د هوایي ډګر په واټونو کې سرګردانه د خپل خپلوانو د وضعیت په لیدو پسې ګرځیدل.

د دوشنبی په ورځ د دولسو بجو په شااوخوا کې د حامد کرزی هوايي ډګر دروازې مخې ته یوه انتحاري حمله وشوه چې له امله يي يو شمېرکسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له حملې څو شیبې وروسته یوه مور د پیښې سیمې ته راغله او د هغه ځوان زوی په لټه کې وه چې هوایي ډګر ته نږدې ټکسي چلوي. د پیښې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته خپل نظر داسې څرګند کړ:

((زما نوم اسدالله دی، دلته ناست وم چې یو درز شو ښیښې او د وادنۍ کاشي زموږ په سر ولویدې او بې هوښه شوم پوه شوی نه یم چې هلته موټرو هم اور اخیستی وو.))

افغان امنیتي ځواکونه وايي، په کابل ښارکې وروستی حملې د وسله والو مخالیفینو کمزوري ښيي او وايي چې د افغانستان دښمنان د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې ماتې خوړلې او اوس په دې ډول حملو سره غواړي چې عامو خلکو نه انتقام واخلي. د کابل امنيي قومندان عبدالرحمان رحیمي د نن ورځې د حملې د تلفاتو په اړه رسینو ته وویل:

((د کابل د میدان هوایي په څلور لارې کې د میدان هوايي دروازی کې یو کرولا ډوله موټر ته چاودنه ورکړه چې له امله يي زموږ پنځه تنه هېوادوال وژل شوي او شپاړس تنه نور ټپیان دي.))

دا حمله په داسې حال کې کیږي چې دوه ورځې وړاندې په شااوخوا څلوریشتو ساعتونو کې په کابل کې درې حملې وشوې چې ترټولو خونړۍ او ټکان ورکونکې یې د شاشهید د سیمې حمله وه.

ولسمشراشرف غني هم په کابل کې وروستۍ حملې وغندلې او وې ویل، اوس چې مخالفینو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې نوهڅه کوي چې په دې ډول حملو د خلکو پام ځانته واړوي.

د نننۍ انتحاري حملې مسولیت وسله والو طالبانو اخیستی او ویلې یې دي چې هدف یې د بهرنیو ځواکونو کاروان وو.

امنیتي مسولینو بیا په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په اړه څه نه دي ویلي.

پخواني:

د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر په دروازه کې موټر بم حملې پنځه تنه وژلي او پنځلس نوریې ټپیان کړي دي.

د کابل امنیې قومندان عبدالرحمان رحیمي دا څرګندونې څو شیبې وړاندې د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وکړې.

له بلې خوا د حامد کرزي د هوایي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان حقنواز حقیار ازادي راډيو ته وویل چې په دې پیښه کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او یو شمېر نور ټپيان دي.

حمله د غرمې دولس بجې د هوایي ډګرپه دروازه کې وشوه او د هوایي ډګر قومندان وایي، حمله کوونکي هوډ درلود چې موټر هوایي ډګرته دننه کړي.

د حملې مسولیت طالبانو اخیستی او ویلي یې دي چې هدف یې په سیمه کې د نړېوالو ځواکونو کاروان وو.

پخواني:

په کابل کې د حامد کرزي نړېوال هوايي ته نږدې د چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

لومړني راپورونه ښيي چې دا موټر بم حمله ده او د حامد کرزي دنړیوال هوایي ډګر دروازې سره ته د تالاشۍ په سیمه کې شوې ده.

په سیمه کې د ازادی راډیو خبریال وایي چې حمله مرګ ژوبله هم لري خو تراوسه یې د کره شمیر په اړه معلومات نشته.

دا حمله په داسې حال کې کیږي چې دوه ورځې وړاندې په نږدې څلوریشتو ساعتونو کې په کابل کې درې حملې وشوې چې تر ټولو خونړۍ هغه یې د شاشهید د سیمې وه.

د نننۍ حملې مسئولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG