د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

کابل: د پولیسو اکاډمۍ ته څیرمه او قصبه کې چاودنو ګڼه مرګ ژوبله اړولې


په کابل کې پرون (جمعه) ماښام مهال د افغانستان د پولیسو پر اکاډمۍ او له مخدرو موادو سره د مبارزې ریاست پر ودانۍ جلا – جلا حملې وشوې.

رپوټونه وايي، د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې ریاست پر ودانۍ تر حملې وروسته، وسله واله نښته هم وشوه چې بهرنيو ځواکونو يې د مهارولو لپاره سیمه کلا بند کړه.

یوې امنیتي سرچینې د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط؛ ازادي راډیو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو پرون د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې ریاست ودانۍ شاوخوا سیمه د دې لپاره نیولې وه چې ښايي یو شمېر بهرني سلاکاران هلته وو.

په کابل کې د ازادي راډیو مشر حمید مومند وايي:

((د کابل د پولیسو د یوه مسوول په حواله؛ یو شمېر بهرنیان چې له دې ادارې سره کار کوي په سیمه کې وو؛ خو د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي دلایلو له مخې؛ اجازه نه وه ورکړ شوې چې سیمې ته ورننوزي.))

د پولیسو دې چارواکي د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کړې دي.

په کابل ښار کې تقریباً ټوله شپه د عاجلو حالاتو د اعلان زنګ او ډزې اورېدل کېدې. د ناټو جنګي الوتکو پر ښار پروازونه کول.

د امریکا او افغانستان د امنیتي تړون پراساس؛ زیات شمېر امریکايي پوځیان چې په دې هېواد کې پاتې دي؛ یوازې د پوځي روزنې په ماموریت کې برخه لري او عملیات نه کوي.

خو د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه اجازه لري چې پر بهرنیو سلاکارانو د حملې په صورت کې؛ د عملیاتو مشري واخلي.

د دې بهرنیو سلاکارانو د هویت او شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو د امریکاد مخدرو موادو ضد اداره په افغانستان کې د مخدروموادو پر وړاندې، د مبارزې لپاره د ځانګړو پولیسو د روزنې په ماموریت کې ونډه لري.

دا تر ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې؛ درېیمه ستره چاودنه وه چې پرون یې د کابل ښار ولړزاوه. پرونه په سیاه سنګ سیمه کې یوۍ لارۍ چې له چاودیدونکو موادو ډکه وه؛ انفجار وکړ چې لږترلږه ۱۵ تنه په کې ووژل او تر ۴۰۰ زیات زخمیان شول.

دوهمه حمله په کابل کې د پولیسو د اکاډمۍ مخې ته وه چې مسوولیت یې وسله والو طالبانو واخیست. په کابل کې د ازادي راډیو مشر حمید مومند وايي چې د حملې زیات قربانیان د اکاډمۍ محصلان وو.

تر دې تقریباً یو ساعت وروسته، په افغانستان کې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې د ریاست پر ودانۍ حمله وشوه چې د ښار مرکزي برخې یې ولړزولې.

دا ودانۍ د کابل نړېوال هوايي ډګر ته نږدې پرته ده.

بخواني معلومات:

د کابل لویدیځ لورته د پنځمې حوزې اړوند د پولیسو اکاډمی ته څیرمه انتحاري حمله شوی.

د کابل د امنیي قومندانۍ یوه چارواکي چې نه يي غوښتل نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته تایید کړه او زیاته یې کړه چې په دې حمله کې د پولیسو د اکاډمۍ شل تنه محصلین وژل شوي او ۲۴نور ټپیان دي.

د دغه چارواکي په وینا دغه محصلین د اوونۍ له رخصتۍ وروسته پوهنتون ته د بیرته ستنیدو په حال کې وو چې انتحاري حمله پرې وشوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې انتحاري حمله کوونکي د پولیسو جامې په تن وې او د پولیسو د اکاډمۍ په دروازه د محصلینو په ګڼه ګوڼه کې ځان چاودنه وکړې.

دوهمه چاودنه چې د کابل د قصبې په سیمه کې د نشه يي توکو د مبارزې پر ضد په ریاست شوې، ددغه چارواکي د معلوماتو له مخې له چاودنې وروسته یو شمېر وسله والو چې شمېر یې نه دی معلوم امنیتي خواکونو سره نښته پیل کړې ، خو لا هم په دې پیښه کې د مرګ ژوبلې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي دي.

دا دوه حملې وروسته له هغې کیږي چې د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې د شاه شهید په سیمه کې یوه لارۍ چې د چاودېدونکو موادو څخه ډک وو، د ملي اردو له يوې پوستې سره نيږدې وچاودید او لږترلږه ۱۵تنه يي ووژل او شاوخوا ۴۰۰تنه يې ټپیان کړل چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

تر اوسه ددې پیښو مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

پخواني:

د کابل لویدیځ ته د پنځمې حوزې اړوند د پولیسو اکاډمی ته څیرمه انتحاري حمله شوی.

د کابل د امنیي قومندانی یوه چارواکي چې نه يي غوښتل نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته تایید کړه او زیاته یې کړه چې ددې انتحاري حملې هدف یې پولیس وو.


تر دې دمه د دې حملې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

جزیات له همدې پاڼې وڅارئ

XS
SM
MD
LG