د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

عطا محمد نور وايي د طالبانو د ماتولو امکان اوس زیات شوی دی


د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وايي؛د طالبانو د ماتولو امکان اوس زیات دی او حکومت باید له دې موقعکار واخلي.

عطا محمد نور پرون (دوشنبه) اسوشیېټډپرس خبري اژانس ته ویلي چې د وسله والو طالبانو پر ضد د مبارزې سم وخت رارسیدلی او حکومت د سولې د مذاکرو کنټرول خپلولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له افغان حکومت سره بل موازي؛ سیاسي جوړښت نه شي منلای.

اسوشیېټډ پرس وايي، د افغانستان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته؛ د طالبانو په رهبرۍ کې اختلافونه څرګند شول.

د ملا محمد عمر خپلوانوملا اختر محمد منصور ته د رهبرۍ له سپارل کېدو سره مخالفت کړی او د نوي مشر د ټاکلو لپارهد يې د دې ډلې د زیاتوقوماندانانو پر نظرپوښتنې ټینګار کړی دی.

د اسوشیېټډپرس په حواله، د ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر تایید وروسته؛ د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې رسمي مذاکرې هم ځنډيدلې دي.

د مذاکرو دوهم دور چې د تېرې جمعې په ورځ په پاکستان کې پلان شوی و؛ تر ناڅرګندې نیټې ځنډول شوی دی.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور چې د افغانستان په شمال کې پراخ نفوذ لري؛ پرون اسوشیېټډ پرس ته ویلي چې حکومت د سولې لپاره د مذاکرو د کنټرول خپلولو ښه موقع لري.

نور له افغان حکومته غوښتنه کړې چې له دې فرصته ډېر ژر کار واخلي.

((ملا محمد عمر په 2001 میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د عملیاتو تر پيل وروسته؛ په عام محضر کې نه وو لیدل شوی؛ خو د طالبانو په ډلو کې یې پراخ معنوي نفوذ درلود.))

د عطا محمد نور په باور، د ملا محمد عمر مړینه به د سولې لپاره مذاکرې چټکې کړي او له امله به یې طالبان په ډلو وویشل شي.

عطا محمد نور ویلي چې د ملا محمد عمر مړینه طالبان په مختلفو ډلو ویشلای شي او له دې امله طالبان نه شي کولای چې د یوې واحدې ډلې په توګه وجنګیږي.

د ده په وینا، دا کار به د سولې د مذاکرو لپاره د هغوی راغونډولسخت کړي.

د بلخ سرپرست والي، اسوشیېټډ پرس ته ویلي چې د افغانستان د سولې د بهیر کلي؛ د پاکستان په لاس کې ده ځکه پر طالبانو نفوذ لري او د مذاکرود اول رسمي دور کوربه وو.

اسوشیېټډ پرس وايي، پاکستان له ډېرې مودې راهیسې تر دې انتقاد لاندې دی چې د طالبانو مشرانو ته یې په کویټه او کراچي کې ځای ورکړی دی. د بلخ سرپرست والي ویلي:

((پاکستاني چارواکي طالبان د سولې مذاکرو ته کښینولای شي. پر طالبانو د پاکستان په نفوذ کې شک نشته او ثابت شوی دی.))

داسوشیېټډپرس په حواله، افغان حکومت د طالبانو په مشرتابه د روان کړکیچ تر څیړنې وروسته؛ پرون وویل چې له نورو وسله والو مخالفو ډلو جلا به له طالبانو سره معامله نه کوي.

اسوشیېټډ پرس وايي، د ارګ له خبرپاڼې داسې بریښي چې حکومت ټولو مخالفو ډلو ته خبر داری ورکوي چې غواړي چې د طالبانو ترمنځ له روانو اختلافونو د ځان په ګټه کار واخلي او د سولې د بهیر کنټرول خپل کړي.

د افغانستان حکومت ویلي چې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته د مخالفانو په سترګه کتل کیږي او په همدې نوم به مذاکرې ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG