د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

اشرف غني: په افغانستان کې د پاکستان نا اعلان شوې ۱۴کلنه جګړه باید پای ته ورسیږي


ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

ولسمشر اشرف غني وایي، په افغانستان کې د پاکستان نا اعلان شوې څوارلس کلنه جګړه باید پای ته ورسیږي.

ولسمشر غني له جرمني څخه د یوه ویډیو کانفرانس له لارې د رسنیو له مسولینو سره خبرې وکړې او ویې ویل چې د امنیت او سولې په اړه یې د پاکستان له صدر اعظم او لوی درستیز سره هم خبرې کړي دي.

که څه هم د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر له مړینې وروسته له طالبانو سره د سولې د خبرو د بریالیتوب په اړه شکونه پيدا شوي؛ خو ولسمشر وایي، سوله د هېواد اړتیا ده او روانه جګړه باید پای ومومي.

اشرف غني د دوشنبې په ورځ له جرمني څخه د ویډیو کانفرانس له لارې په کابل کې د رسنیو له مسوولینو سره خبرې وکړې او ویې ویل چې سولې باید هم له پاکستان او هم له طالبانو سره وشي.

((د ټولنې هدف سوله ده، دا سوله دوه بعده لري چې په تکرار مې ویلي؛ یوه سوله د دوه دولتونو په منځ کې یعنې زموږ او پاکستان ترمنځ چې بالاخره باید د سولې په چوکاټ سره ورسیږو؛ دویم زما تاکید پر دې دی چې موږ باید خپل سیاسي مشکل طالبانو سره حل کړو؛ د مذاکرې په میز کې حل کړو.))

ولسمشر ونه ویل چې څه وخت به له طالبانو سره د سولې درول شوې خبرې بیا پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور سوله د دښمن تبیلیغات بللې او د خپلې وسله والې مبارزې پر دوام یې ټینګار کړی دی.

ولسمشر د خپلې روغتیا په اړه هم ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د پښې عملیات یې په بریالیتوب سره ترسره شوي او په نږدې ورځو کې به هېواد ته راستون شي.

ولسمشر وایي چې په جرمني کې یې د درمنلې پر مهال د پاکستان له صدر اعظم او لوی درستیز سره د افغانستان د سولې او امنیت په اړه هم خبرې کړي دي.

نوموړی وايي، له پاکستان څخه یې غوښتي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

((پاکستان د داسې یوه دولت پر وړاندې چې رسمي مناسبات ورسره لري وجیبه لري؛ زموږ ټینګار په راتلونکي فرصت و؛ دا مو وویل چې هڅې باید وشي څو د تاوتریخوالي کچه راکمه شي؛ د پاکستان صدراعظم او لوی درستیز د دې خبرو هرکلی وکړ او ماته یې د همکارۍ ډاډ راکړ؛ خو دا کار ساده نه دی.))

ټاکل شوې وه تېره جمعه له طالبانو سره دویم پړاو خبرې ترسره شي؛ خو د ملا عمر د مړینې د خبر له خپرېدو سره سم دا خبرې تر نامعلومې نیټې وځنډیدې.

څیړونکي او عام افغانان له حکومت غواړي چې د سولې په اړه هڅې باید جاري وساتي؛ څو د طالبانو نوې رهبري هم د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

راپور: اسدالله لودین کابل

XS
SM
MD
LG