د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

بېدار: په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه ۳۰سلنه لوړه شوې


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه په سلو کې دېرش فیصده لوړه شوې ده.

د بشر حقونو د مدافع بنسټونو له ټینګار سره - سره اوس هم په افغانستان د ملکي وګړو د تلفاتو کچه مخه په زیاتېدو ده.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ د دوی موندنې ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه په سلو کې دېرش فیصده لوړه شوې ده:

((د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون چې د ۱۳۹۳ کال له وروستیو درېیو میاشتو او د ۱۳۹۴ کال د حمل او ثور میاشتو څخه د شپږو میاشتو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو په اړه کوم ارقام چې راټول کړي؛ ښیي چې په دغه موده کې ۳۱۲۲ تنه وژل شوي او یا ټپیان دي چې له دې ډلې ۱۲۹۳ تنه وژل شوي او ۱۷۲۵ نور ټپیان دي. یعنې په ټوله کې ویلی شم چې ۳۰ فیصده مرګ ژوبله اوښتي دي.))

ښاغلي بېدار د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې روانې جګړې، ماین چاودنې، انتحاري حملې او یرغمل نیونې د ملکي وګړو د تلفاتو اساسي عوامل بولي او زیاتوي چې د دې پېښو ډیری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د ملکي وګړو تلفات پنځه اویا په سلو کې د وسله والو مخالفانو؛ اووه په سلو کې د افغان او د هغوی د ملاتړو نړېوالو ځواکونو او شپارلس په سلو کې د نامعلومو کسانو له خوا اووښتي دي.

ټاکل شوې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما هم په روانه اوونۍ کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه چمتو کړی راپور خپور کړي.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو د کچې د زیاتېدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان جګړې لاپسې زور اخیستی.

په دې وروستیو کې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په یوشمېر سیمو کې افغان ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي په هدف په ناامنو ځایونو کې په تکتیکي ډول په شاتګ کړی.

په ورته وخت کې د چارو افغان کارپوهان ټینګار کوي چې د ملګي وګړو د تلفاتو د مخنیوي په هدف باید په جګړه کې ښکېلې خواوې د جګړې قوانین مراعت کړي.

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل افغان حکومت او وسله وال مخالفان باید په جګړه کې دې مسالې ته جدي پام وکړي.

((سل په سله کې زه مطمئنه یم چې که جنګي او اخلاقي قوانین او مقررات په نظر کې ونیول شي او له دواړو خواوو په دې برخه کې کوښښ وشي؛ نو د ملکي تلفاتو کچه به خورا ټیټه راشي.))

ښاغلي رنجبر په افغانستان کې جګړه د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا رهبري شوې جګړه بولي او وايي چې وسله والو مخالفان د پردیو په دستور او اشاره ملکي وګړي وژني.

د بشر حقونو مدافعین په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات یوه انساني فاجعه بولي او ټینګار کوي چې افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې په مرسته د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لارې چارې ولټوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG