د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

په تونس کې ۳۰ ورځنى اضطراري حالت اعلان شو


د تونس ولسمشر په هغه هېواد کې اضطراري حالت اعلان کړى دى.

د تونس حکومت په هغه هېواد کې اضطراري حالت اعلان کړى او پوځي چارواکو ته يې نور صلاحيت هم ورکړى چې په تونس کې پر يوه ساحلي هوټل د بريد مسوولين سخت مجازات کړي.

د تونس ولسمشر باجي قائد السبسي وويل چې په تونس کې به ٣٠ ورځې بېړنى حالت نافذ وي.

ده په خپله ټلويزيوني وينا کې زياته کړه؛ امنيتي چارواکو ته يې امر کړى چې د ټروريزم په وړاندې سخت چلند وکړي:

”د پارلمان او صدراعظم د نظرونو تر اورېدو وروسته مو تصميم ونيوه چې د تونس جمهوريت په ټوله خاوره کې اضطراري حالت اعلان کړو چې دېرش ورځې به نافذ وي. داسې يو اضطراري حالت کې د ١٩٧٨م کال د جنورۍ د شپږويشتمې نېټې اساسي قانون تعريف کړى دى.“

د تونس ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل؛ د تونس دښمنان اوس له غرونو ښارونو ته رسېدلي دي.

دى پر يوه ساحلي هوټل تر درنې حملې يوه اوونۍ وروسته د ټلويزيون پر پرده راڅرګند شو، هغه پېښه يې پر ټول تونس حمله وبلله.

د جون مياشتې پر ٢٦مه په تونس کې پر يوه ساحلي هوټل حملې ٣٨ تنه بهرنيان ووژل چې اکثريت يې د بريتانيا اتباع وو.

د تونس د پخواني ولسمشر زين العابدين بن علي د رژيم د نسکورېدو څلور کاله کیږي؛ په دې بهير کې د سخت دريځو وسله والو ګواښونه په هغه هېواد کې زيات شوي دي.

تر دې مخکې په مارچ مياشت کې په تونس کې پر باردو موزيم يوه وسله واله حمله وشوه؛ ورپسې د تېرې اوونۍ د جمعې پېښه په څو کلونو کې په تونس کې لويې پېښې ګڼل کیږي.

د اسلامي دولت ډلې د دواړو حملو مسووليت منلى دى او ظاهراً يې غوښتلي چې په تونس کې د ګرځندويۍ صنعت ته ضربه ورکړي.

XS
SM
MD
LG