د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

په پنجاب کې د يوه جومات امام ته د ١٠ کالو د بند سزا اورول شوې


د پاکستان په پنجاب ايالت کې د ترورېزم ضد يوې ځايي محکمې د یو جومات ملا امام ته د يوې مذهبي فرقې پرضد د نفرت خپروونې په جرم د څه باندې لسو کالو د بند سزا او د اووه لکه پاکستاني کلدارو جرمانه اورولې ده.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې؛ د پنجاب ايالت د قايم پور نومي سيمې ځايي پوليسو نزدې دوه مياشتې مخکې د يوه جومات ملا امام عبدالغني تر هغې وروسته ونيوه چې په جومات کې يې د يوې مذهبي فرقې پرضد خلک پارول اونفرت خپرونکې وینا يې کوله.

په قايم پور کې د ترورېزم ضد دغه سيمه ييزې محکمې عبدالغني ته دا سزا د جمعې په ورځ ورکړې او د دې ترڅنګ يې له نفرته ډک موادو يا لټرېچر خپرولو په تړاو نورو څلورو کسانو ته د څه باندې درېیو - درېیو مياشتو د بند او پېنځۀ - پېنځۀ زره روپيو جرمانې سزا هم اورولې ده.

د قايم پور د پوليسو يو سيمه ييز مشر لياقت علي د ازادي راډيو له مشال څانګې سره په خبرو کې وويل چې د جومات امام عبدالغني يې د مذهبي فرقو ترمنځ د نفرت خپرونې او پارونې په تور نيولى دى:

((پر هغه باندې دا تور و چې ناجايزه او نفرت خپروونکي تقريرونه به يې کول او خلک به يې مذهبي تاوتريخوالي ته رابلل. موږ هغه نزدې دوه مياشتې مخکې له قايمپور سيمې ونيو او محکمې ورته نن د بند سزا واوروله.))

خو لياقت علي دا ونه ويل چې د جومات امام له کومې فرقې سره تړاو لري او د چا پرضد يې پاروونکې او متنفروونکې وينا کوله.

د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې په دې وروستيو کې د نفرت خپروونکېو ملا امامانو او هغو خلکو پرضد عمليات چټک شوي چې ولس مذهبي تاريخوالي ته رابولي.

د پاکستان حکومت د دغو خلکو د نيولو اوسزا ورکولو پريکړه تر هغې وروسته وکړه چې پاکستانيو طالبانو د تېر ميلادي کال په ډسمبر مياشت کې په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي خونړى بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ماشومانو په ګډون نزدې ١٥٠ کسان ووژل شول.

تر دغه بريد وروسته د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان حکومت د ټرورېزم د مخنيوي لپاره د ملي ايکشن پلان په نامه يوه شل ماده ييزه تګلاره جوړه کړه چې د نفرت خپروونکيو ويناوو او موادو مخنيوى هم په کې ضروري وبلل شو او عاملينو ته يې د سختې سزا ورکولو يادونه وکړه.

په پاکستان کې له تېرو څو لسيزو راهيسې د مذهبي تاوتريخوالي او فرقه ييزو شخړو نه ختمېدونکې لړۍ روانه ده چې تر دې دمه په کې زرګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى.

په دې هېواد کې د مذهبي تاوتريخوالي يا مذهبي لږه کيو پرضد د تشدد وروستۍ پېښه د روان کال د می په ١٣مه نېټه په کراچۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو د اسماعيلي فرقې د پلويانو پر يوه بس بريد وکړ او ٤٣ کسان يې په کې ووژل.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG