په داسې حال کې چې په هېواد کې د روانو ناامنیو په کمولو کې؛ د د فاع د وزیر موجودیت مهم ګڼل کیږي؛ خو د ولسي جرګې اکثرو غړو د خلکو او کارپوهانو د هیلو خلاف؛ د د فاع کاندید وزیر رد کړ.
د د فاع وزارت ته کاندید معصوم ستانکزي د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړل او له هغې وروسته ورته؛ د رایو صندق کېښودل شول.
د رایو نتیجې وښوده چې ښاغلي ستانکزي د رایو پنځوس جمع یو پوره نه کړه او ونه توانید چې د افغانستان د د فاع وزیر شي.
د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهیمي د رایو نتایج اعلان کړل او له حکومته یې وغوښتل چې په لږه موده کې دې؛ دغه پست ته بل کس ور وپیژني:
((ښاغلی معصوم ستانکزی د څلوراتیا مثبتو رایو په خپلولو سره ونه توانید چې د جرګې د غړو بارو ترلاسه کړي.
له جمهور ريیس نه هیله ده چې په نږدې راتلونکې کې؛ د د فاع وزارت ته بل کس ور وپیژني.))
د شنبې په ورځ د ولسي جرګې نصاب دوه سوه د یارلس و او د جرګې له اصولو سره سم؛ د ښاغلي ستانکزی لپاره په کار و چې یو سلو اوه مثبتې رايې خپلې کړي.
معصوم ستانکزی پخوا تردې د سولې دعالي شورا د دارالانشاء د ريیس او د مخابراتو د وزیر په توګه، د ندې ترسره کړي او په دې وروستیو کې د جمهور ريیس غني له خوا د د فاع د وزیر په حیث کاندید و.
ستانکزی تېره اوونۍ د افغانستان بانک د کاندید رییس او د ستره محکمې د عالي شورا له دوه کاندیدو غړو سره یوځای؛ د جمهور رييس د دوهم مر ستیال له خوا ولسي جرګې ته ورپېژندل شوی و.
پخوا تردې د د فاع وزارت ته شیرمحمد کریمي کاندید شوی چې هغه هم له ولسي جرګې، د تایید لازمې رايې خپلې نه کړې.
د ولسي جرګې غړي د دفاع د وزارت کاندید ته د منفي رايو د ورکولو په اړه مختلف نظریات لري.
ځینې وايي، ستانکزی پوځي تخصص نه لري او د دې وزارت د سرپرست په توګه هم ونه توانید چې په وضعیت کې بدلون راولي.
خو ځینې وايي، له معصوم ستانکزي سره قومي اوسیاسي چلند وشو.
د جرګې غړي عبدالقادر ځاځي وویل:
((ښکاره خبره ده، د رد دلیل یې دا و چې نن سیاسي او قومي چلند وشو او پوهه مسلک او تخصص په کې په پام کې ونه نیول شو.))
د د فاع کاندید وزیر په داسې حال کې د ولسي جرګې له خوا ردیږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په اکثرو سیمو کې؛ د امنیتي ځواکونو او مخالفینو ترمینځ نښتې روانې دي او د واړو لورو ته په کې ځاني زیانونه اوړي.
خلک په روانو شرایطو کې، د د فاع د وزیر نشتوالی د اندیښنې وړ بولي.
راپور: خان محمد سیند