د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د کرنې ورازت وايي په کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د روان کال په اوږدو کې په زراعتي محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
بزګرانو ته د لازمو مشورو ورکول؛ د کرنیزو پلانونو جوړول او ورته نورې لارې چارې هغه عوامل دي چې په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو عمده عوامل ګڼل کیږي.
د کرنې وزارت ویاند لطف الله راشد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په روان کال کې بزګرانو د هېواد په بیلابیلو برخو کې د پام وړ کرنیز محصولات راټول کړي دي:
((سږ کال کومې شمېرې چې لرو په فرا او نیمروز کې د هندوانې او خټکي د پام وړ محصولات په ګوتو کوي؛ همدارنګه په فراه کې د شنو خونو یا ګرین هاسونو محصولات بې سابقه دي؛ که څه هم د تېرو کلونو په پرتله بازار ښه دی؛ خو بیا هم بزګرانو ته د قناعت وړ نه دی او له دې امله ستونزې لري. خو د تېرو کلونو په پرتله ستونزې نشته.))
د ښاغلي راشد په وینا چې په فراه ولایت کې په ۱۶۵۰ جریبه ځمکه کې ګرین هاسونه یا شنې خونې موجودې دي چې ۳۵۰۰ بزګران په کې په دندو بوخت دي.
نوموړي وویل چې له دغو شنو خونو څخه بزګران هره ورځ تر اته سوه ټنه پوري محصورلات راټولوي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې دا محصولات په هېواد کې ټولو ولایتونو او له هېواده بهر ایران، هند، ترکمنستان او پاکستان ته هم لیږل کیږي .
په عین حال کې د اقتصادي چارو کار پوه تاج محمد اکبر وایي چې د کرنې د محصولاتو وده به د هېواد د اقتصادي ودې سبب شي:
((که چیرې زراعتي محصولات وده وکړي؛ یو زیات شمېر د افغانستان وګړي په کرنه او مالدارۍ کې بوخت دي چې د دوی ژوند ورسره ښه کیږي او د اقتصادي ودې سبب کیږي؛ اوس مهال ډيری توکي له بهر نه واردیږي چې له دې سره یې مخنیوی کیږي او د اسعارو د وتلو نه سرفه جویي کیږي.))
سره له دې چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو له زیاتوالي خبر ورکوي؛ خو یو شمېر بزګران شکایت کوي چې په هېواد کې خپلو محصولاتو د خرڅلاو لپاره مناسب بازار نه لري او اوس هم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
خو افغان کار پوهان وایي چې حکومت باید د کرنیزو محصولاتو د پراختیا ترڅنګ باید بزګرانو ته د دوی د محصولاتو د خرڅلاو لپاره زمینه هم برابره کړي.
راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG