د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

احساني: د امنیتي ځواکونو ځينې مشران په مخالفینو خپلې وسلې خرڅوي


د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکه او یو شمېر مدني فعالان وايي چې د امنیتي ځواکونو یو شمېر مشران د حکومت په مخالفینو خپلې وسلې پلوري.

په داسې حال کې چې تل د افغان امنیتي ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو د کموالي په اړه شکایتونه کیږي؛ یو شمېر مدني فعالان وایي، داسې معلومات یې تر لاسه کړي چې د افغان ځواکونو وسله د دوی د یوشمېر مشرانو له خوا خرڅيږي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکې غړو او یو شمېر مدني فعالانو د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې روان امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل چې دې ناامنیو ولس له ستونزمن برخه لیک سره مخ کړی دی.

د یادې شبکې مرستیال سید میثم احساني وایي چې امنیتي وضعیت له دې امله خراب شوی چې وسله وال مخالفین پرمختللې او درنې وسلې کاروي او ادعا کوي چې دا وسلې د امنیتي ځواکونو له خوا په مخالفینو پلورل کیږي:

((هغه اطلاعات چې زموږ لاس ته راغلي؛ داسې ښکاروي چې د یو شمېر امنیتي ځواکونو د مشرانو له لوري د وسله والو مخالفینو په لاس وسلې خرڅيږي؛ دا هغه څه دي چې موږ یې ژور اندیښمن کړي یو او په دې برخه کې موږ د روښانه ځواب او اقدام غوښتونکي یو.))

نوموړی وایي چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره افغان ځواکونه په وخت اقدام نه کوي او زیاتوي چې د ولایتونو او مرکز ترمنځ د افغان ځواکونو په همغږۍ کې هم ستونزه شته.

د دې شبکې غړي او یو شمېر مدني فعالان وايي؛ د هېواد د مشرانو تر منځ سیاسي اختلافاتو پر امنیت ناوړه اغیز کړی او هېڅ چارواکی ځان مسوول نه ګڼي.

بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو له خوا په مخالفینو د وسلو پلورل تبلیغات ګڼي او وايي؛ دا موضوع کوم اساس نه لري.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ هر امنیتي مسوول ته وسلې له ثبت وروسته ورکول کیږي او هر وخت د ورکېدو پوښتنه ترې کېدای شي:

((هر سرتیري ته چې ټوپک ورکړل شوی؛ هغه د ده شخصي مال نه دی چې په مخالفینو یې خرڅ کړي؛ که چېرته یوه وسله ورکه کیږي؛ له سرتیري څخه پوښتنه کیږي، دلته څارنوالي او حقوق شته هغه محکمې ته معرفي کیږي؛ ورباندې توانیږي او جزا ورکول کیږي.

نو دا خبرې چې زموږ سرتیري وسلې خرڅوي او یا یې وسله والو مخالفینو ته ورکوي، بې اساسه دي او موږ یې ردوو.))

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت وسله وال مخالفین تر بل هر وخت ډیر پیاوړي شوي او توانیدلي چې د افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړو کې پرمختګ وکړي.

د چارو کارپوهان هم په دې باور دي چې دا مهال بېلابېلو وسله والو ډلو ته چې په افغانستان کې فعالیت کوي؛ ډيرې درندې وسلې په لاس ورغلي او وايي؛ دا وسلې ډېر کله دوی په جګړو کې له افغان ځواکونو نیولي دي.

XS
SM
MD
LG