د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

د پاکستان او افغانستان د اړيکو ښه کېدو هيلې مړاوې شوي


د افغانستان او پاکستان ځينې چارواکي وايي؛ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سولې په مساله کې همکاري او د اړيکو ښه کېدو هيلې ورو- ورو په نهيلۍ بدلېږي.

د پاکستان د مشرانو جرګې يو سناتور وايي؛ په ٢٠١٤م کال کې له پاکستان سره د اړيکو ښه کېدو او د سولې په مساله کې د اسلام اباد د همکارۍ هيلې اوس په مړاوي کېدو دي.

افراسياب خټک وايي، د دې کار علت د پاکستان له خوا د متقابلو اقداماتو نه کول وو چې افغانستان يې تمه درلوده.

ښاغلي خټک چې له ازادي راډيو سره خبرې کولې؛ د سولې په باب وروستيو غيررسمي مذاکرو ته هم اشاره وکړه چې په بېلابېلو هېوادونو کې د طالبانو استازو له ځينو شخصيتونو سره کړي دي:

”له بده مرغه د پاکستان له خوا د افغان حکومت غوښتنو ته هغسې ځواب ونه ويل شو چې په کار وه.

ويل کيږي د سولې خبرې اترې شوې دي؛ خو دا خبرې اترې ځکه نه دي چې غيررسمي دي. خبرې به هغه وخت واى چې په افغانستان کې ډزبندي شوې واى، په افغانستان کې جنګ بند شوى واى.

افغانستان په ژمي کې ډېر ګرم جنګ وليد او دغه دى په اوړي کې يوځل بيا هلته وينه بهیږي. تر هغو چې پاکستانى لورى کوټلي ګامونه اوچت نه کړي او جګړه مارو ته يو کرښه راکش نه کړي؛ فکر نه کوم دا پروسه اغېزناکه شي.“

د دوو ګاونډيو هېوادونو افغانستان او پاکستان اړيکو په تېرو څوارلسو کلونو کې له پېچومو ډک مزل درلود.

افغان چارواکو د افغانستان په ناامنيو کې پاکستان تورنوي؛ خو اسلام اباد يې ردوي، پاکستان بيا ادعا کوي چې افغانستان په خپله خاوره کې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې؛ خو کابل بيا دا مساله نه مني.

د حامد کرزي د حکومت په پرتله اوسنى حکومت که څه هم د پاکستان په باب په احتياط خبرې کوي؛ اوس له دغه هېواده د سولې په ټينګښت او روغې جوړې ته د وسله والو په هڅولو کې د اسلام باد له همکارۍ مايوسه ښکاري.

د افغان حکومت د اجرایيه رياست وياند جاويد فيصل ازادي راډيو ته وويل چې افغان حکومت له پاکستان څخه په ځينو مشخصو مواردو کې د همکارۍ تمه درلوده چې هغو غوښتنو ته د پاکستان له خوا مناسب ځواب نه دى ويل شوى:

”څومره چې د افغانستان د حکومت تمه وه؛ څومره چې موږ له پاکستانه د خبرو پر ځاى د عمل تمه درلوده په هغه کچه کار نه دى شوى.

د سولې په پروسه کې موږ د هغوى د ډېر کار طرفدار وو؛ دغه راز د مخالفانو د حملو په کمښت او د مخالفانو له ملاتړه د لاس اخيستو په هدف موږ د پاکستان د صادقانه همکارۍ په هيله وو؛ خو هغسې نه دي شوي. مګر دا په دې معنى نه ده چې نور له پاکستان سره همکارۍ ته لېوال نه يو.“

په افغانستان کې ګڼ کسان بيا د پاکستان همکارۍ ته د شک په سترګه ګوري او له افغان دولته د دې هېواد په وړاندې د جديت غوښتنه کوي.

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ناامني؛ د وسله والو ډلو تحرکات او حملې زياتې شوي چې ځينې کسان يوځل بيا په دغو ستونزو کې د پاکستان استخباراتي ادارې ښکېلې ګڼي.

XS
SM
MD
LG