د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

پاکستان د افغان کډوالو جایدادونه ليلاموي


د پاکستان حکومت د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د مېشتو افغان کډوالو د جايدادونو د ليلامولو پرېکړه کړې او په دې لړ کې يې اړوندو ادارو ته د عملي ګامونو پورته کولو امر کړى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې؛ دا پرېکړه د پاکستان مرکزي حکومت د چهارشنبې په ورځ د قامي ايکشن پلان د ارزونې په يوې غونډه کې کړې او د دې هېواد بېلابېلو ايالتي حکومتونو ته يې لارښوونه کړې چې په دې لړ کې دې جديګامونه پورته کړي.

د پاکستان حکومت د تېر ميلادي کال د ډسمبر په ١٦مه نېټۀ په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي د وسله والو پاکستاني طالبانو تر بريد وروسته چې د زده کوونکيو په ګډون په کې نزدې ١٥٠ کسان ووژل شول؛ په دې هېواد کې د ترورېزم د مخنيوي لپاره د" قامي ايکشن پلان" په نامه يوه شل ماده ييز پلان جوړ کړ.

د دغه شل ماده ييز قامي پلان په يوې مادې کې راغلي چې په پاکستان کې به د مېشتو ټولو راجسټر او غېر راجسټر افغان کډالو څارنه او له سره نوم ثبتونه کېږي.

د پاکستان مرکزي حکومت د همدغې قامي ايکشن پلان له مخې د دې هېواد څلور واړو ايالتي حکومتونو ته امر کړى چې په دغو ايالتونو کې دې د هغو افغان کډوالو او د هغوى د خپلوانو تفصيلات وربرابر کړي چې په دغو سيمو کې يې جايدادونو اخيستي دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان مرکزي حکومت په لومړي سر کې د پنجاب ايالتي چارواکيو ته د ١١٠٠ هغو افغان کډوالو د جايدادونو د ليلامولو تفصيلات ورکړي چې د دې ايالت په بېلابېلو سيمو کې يې په خپل نوم اخيستيي دي.

په پاکستان کې مو د افغان کډوالو د جایدادونو د ليلامولو مساله په اسلام اباد کې د افغان سفارت له چارواکيو سره شريکه کړه؛ نو هغوى وويل چې په دې اړه يې له پاکستانيو چارواکيو سره اړيکي نيولي؛ خو تر دې دمه يې ځواب نه دى ترلاسه کړى.

په دغه سفارت کې د افغان کډوالو عمومي رييس مصري خان مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"ما هم دا په اخبار کې ولوستل، ولې ما دا مساله نن ټوله ورځ له پاکستانيو چارواکيو سره شريکه کړه؛ خو بريالى نه شوم چې له مسوول مرجعې سره پرې مجلس او خبرې وکړم او د دې مسالې په رابطه ترې پاک معلومات وغواړم. همداراز ما دا موضوع د وزارت مهاجرين له چارواکيو سره هم مطرح کړه."

د يادونې وړ ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ UNHCR د احصايې له مخې دا مهال په پاکستان کې نزدې ١٥ لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي چې د ملګرو ملتونو، پاکستان او افغانستان د درې اړخيز تفاهم له مخې ورته د دې کال تر پايه پورې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG