د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

اسلامي دولت ډله نجونې د مینځو په بازار کې پلوري


د اسلامي دولت سخت درځي په عراق او سوريه کې نجونې د غلامۍ په بازار کې د يوې قوطي سګريټ په بدل کې پلوري. دا څرګندونې پرون د جنسي تشدد په برخه کې د ملګرو ملتونو استازي کړې دي.​

د نجونو تښتونه د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې له مهمو ستراتيژيو څخه ده چې بهرني جنګيالي جذب او استخدام کړي.

د ملګرو ملتونو استازې زينب بنګورا په اپرېل کې عراق او سوريې ته تللې وه او له هغه راهيسي د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې له خوا د برمته شويو ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ نجونو پر وړاندې د جنسي تيري په اړه په عملي پلان جوړولو بوخته ده.

د نجونو تښتونه د بهرنيو جنګياليو د استخدام لپاره د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې له ستراتيژيو څخه ده. دا جنګيالي په تېرو اتلسو مياشتو کې په بې ساري شمېر کې عراق او سوريې ته تللي دي.

زينب بنګورا د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې په دې توګه دوی ځوان جنګيالي جذبوي او ورته وايي چې موږ پيغلې نجونې لرو چې تاسو ورسره ودونه کولای شئ.

د مېرمن بنګورا په وينا، ځوان بهرني جنګيالي د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د ملا تير ګڼل کيږي. دا وايي، کله چې دوی نوي سيمې ونيسي؛ ورسره نوي نجونې تر لاسه کړي.

نجونې يا په دومره کمه بيه پلورل کيږي لکه د سګريټ يو قطعۍ او يا په يو څو سوه ډالرو او يا هم څو زرو ډالرو پورې.

هغه معلومات چې مېرمن بنګورا د يو شمېر مرکو له لارې تر لاسه کړي دي چې نجونې په څه ډول نيول کیږي او بیا د بولۍ له لارې په بازار کې پلورل کيږي؛ زړه بوږنوونکي دي.

پر يوه کلي له حملې وروسته، د اسلامي دولت سخت دريځي ښځې او سړي سره جلا کړي. سړي او هغه هلکان چې عمر يې تر ۱۴ کاله لوړ وي؛ ووژني او ښځې او ميندې سره جلا کړي.

د کوچني عمر نجونې او هغه چې ښايستې ګڼل کيږي؛ د اسلامي دولت ډلې مرکز رقعه ته لېږل کيږي.

د سخت دريځو د مرتبو په پام کې نيولو سره؛ شيخان د نيول شويو نجونو خوښولو لومړی واک لري؛ وروسته امیران او بيا جنګيالي.

دوی هر يو ډېری وختونه درې يا څلور نجونې واخلي؛ تر يوې مياشتې يې وساتي او بېرته يې بازار ته د خرڅلاو لپاره وليږي.

مېرمن بنګورا وايي، موږ د يوې نجلۍ په اړه واورېدل چې دوويشت واري پلورل شوې وه او يوې بلې چې تښتېدلې وه؛ موږ ته وويل چې هغه شيخ چې دا یې نيولې وه؛ خپل نوم يې د دې پر لاس ليکلی وو څو داسې څرګنده کړي چې د دې څښتن دی.

ډېری جنسي مينځې يزيدي دي. يزيدي هغه اقليت ډله ده چې اسلامي دولت سخت دريځه ډله باور لري چې د شيطان عبادت کوي ځکه چې يزيدي ډله تر اسلام له مخکې راهيسې په دې سيمه کې تاريخي حضور لري.

مېرمن بنګورا وايي، دا نجونې جبري جنسي غلامۍ ته اړايستل کيږي. دا وايي، موږ د يوې ۲۰ کلنې نجلۍ په اړه واورېدل چې ژوندۍ وسوځل شوه ځکه چې هغې په يوه شديد جنسي عمل کې له برخه اخيستو څخه ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG