د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

ملي امنیت له ISI سره د هوکړه لیک د مسودې په اړه وضاحت ورکړ


د افغانستان د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل

له پاکستان سره د استخباراتي تفاهم لیک په اړه د ملي شورا؛ سیاسي او جهادي څېرو او عامو خلکو له پرله پسې اندیښنو وروسته د ملي امنیت عمومي ریاست د دې سند په اړه وضاحت ورکړی دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې دغه سند لا نهایي شوی نه دی او د عملي کېدو لپاره به یې د ملي ګټو او بهرني سیاست پر بنسټ ګامونه اوچت شي.

دې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه تفاهم لیک پر چوکاټ؛ صلاحیتونو او حدودو باندې خپله ولسمشر اشرف غني کار کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې تفاهم لیک متن به د ملي امنیت ریاست؛ بهرنیو چارو وزارت، اجراییه ریاست او ملي امنیت شورا له خوا په دقیقه توګه طرحه او د ملي امنیت شورا په ناسته کې به بحث پرې وشي.

د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې د تفاهم لیک پر متن به له سیاسي مشرانو؛ جهادي رهبرانو او په ملي شورا کې د خلکو له استازو سره هم مشوره وشي.

ملي امنیت په خپل وضاحت کې ویلي چې له دې ټولو پړاونو وروسته به د دې تفاهم لیک متن پاکستان ته سپارل کیږي او ډاډ یې ورکړی چې له بهرنیو ادارو سره په تعامل کې ملي ګټو او مصلحتونو ته پام کوي.

ملي امنیت له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د تفاهم لیک د مسودې په اړه وضاحت په داسې حال کې ورکوي چې له دې وړاندې جمهوري ریاست هم د دې تفاهم لیک دفاع کړې وه.

د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي ویلي وو چې داسې تفاهم لیکونه له دې وړاندې هم له پاکستان سره لاسلیک شوي او داسې څه په کې نشته چې د هېواد او ملي ګټو پر زیان وي.

که څه هم د دغه تفاهم په اړه د نظر خاوندان او د ملي شورا غړي منفي نظر لري؛ خو یوشمېر ملاتړي یې بیا وایي چې له پاکستان سره اړیکې ښې شوي او دا تفاهم به له افغان حکومت سره د ترویزم د له منځه وړلو په برخه کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG