د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

په ننګرهار کې د وسله والو مخالفینو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي


د ننګرها ر په یو شمېر لېرې پرتو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د بېلابېلو ډلو تر منځ د جګړو خبرونه ورکړل شوي دي.

د دغو سیمو او سیدونکي وايي؛ نښتې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې تر منځ دي.

په ننګرهار کې د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي د وسله والو طالبانو او هغو ډلو تر منځ چې د اسلامي دولت ډلې غړي یادیږي؛ د سختو جګړو خبره کوي.

د دغو اوسېدونکو په خبره اوس مهال د طالبانو او اسلامي دولت ډلې تر منځ جګړه په اچین او سپین غر ولسوالیو کې دوام لري.

تر دې دوې اونۍ وړاندې هم د ننګرهار په کوټ؛ اچین، سپین غر او نازیانو ولسوالیو کې د یادو ډلو تر منځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اچین ولسوالۍ د مامن درې لېرې پرتې سیمې یوه اوسیدونکي د ټلیفون له لارې له آزادي راډیو سره په خبرو کې د سیمې د وضعیت په اړه وویل:

"په مامن درې سیمه کې سختي جګړې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې ترمنځ روانې دي. د سیمې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس اوګریوان دي.
له دواړو لورو ډزې کیږي او د ښځو او ماشومانو په ګډون د سیمې اوسېدونکي په خپلو کورونو کې ایسار دي. لومړی ځل شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې په کوټ ولسوالۍ کې دغه نښتې پیل شوې او بیا نورو سیمو لکه پیشه او مامن درې ته وغځیدې. دلته ټول له ستونزو سره مخامخ دي."

د اچین ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې په دې جګړو کې دواړو ښکېلو لورو ته تلفات اوښتي دي.

که څه هم د سیمې اوسېدونکي دغه جګړې د طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر منځ بولي؛ خو د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال سره له دې چې د وسله والو ډلو ترمنځ خپل منځي جګړه تاییدوي؛ خو وايي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې د غړو شتون نه دی تثبیت شوی.

ښاغلي ګردیوال د جمعې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې دغه نښتې د وسله والو مخالفینو تر منځ د اختلافاتو له کبله راپورته شوي دي:

"سره له دې چې موږ تر اوسه د اسلامي دولت ډلې شتون په ننګرهار ولایت کې نه دی تثبیت کړی؛ ځکه بېلابیلې ډلې شته چې خپلې جامې؛ څېرې او بیرغونه بدلوي. یانې سپین بیرغ په تور بدلوي. دغه ډول فعالیتونه د کوټ او اچین په څېر ولسوالیو کې شته او د دوی تر منځ نښتې هم کیږي.

څو ورځې وړاندې په کوټ ولسوالۍ کې د دوی تر منځ نښتې وشوې چې مرګ ژوبله یې هم درلوده. په اچین او دوو درېیو نورو ولسوالیو کې هم ورته پیښې شوي دي."

ویل کیږي د دغه نښتو له کبله د ننګرهار ولایت د بیلابیلو سیمو اوسیدونکي د خپلو کورونو پرېښیدو ته اړ شوي او نورو امنو سیمو ته تللي دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غبرګون واخلو؛ خو د دغو وزارتونو مسولینو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG