د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د مشرانو جرګې مشر پر ده د لګول شویو تورونو سپیناوی غواړي


د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس له حکومت او ولسي جرګې وغوښتل چې په ده لګیدلي تورونه په جدي توګه وڅیړي.

فضل الهادي مسلمیار د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ولسي جرګې استازي لالي حمیدزي تور لګولی چې د ده د ورور په کور کې د انتحاري حملو طراح ساتل کېده.

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس په ده پورې د لګیدلیو تورونو سپیناوی غواړي.

فضل هادي مسلمیار وویل چې د حکومت مشران باید د ولسي جرګې د غړي لالي حمیدزي هغه تورونه چې ګواکې د ده د ورور په کور کې د انتحاري حملو طراح کس ساتل کېده په جدي توګه وڅیړي.

ښاغلي مسلمیار د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ که په ده لګیدلي تورونه ثابته نه شي باید د ولسي جرګې دا غړی محاکمه شي:

"د لالي او د ولسي جرګې د هغه ورځ د ریاست مجلس چې حاجي ظاهر درلود؛ د هغوی خبرې غندم. غوښتنه مې له جمهور رییس او اجراییه رییس نه دا ده چې دا موضوع وڅیړي.

لکه څنګه چې امنیت ملي دا موضوع رد کړې؛ که حقیقت ونه لري، زه د خپل مجلس، د خپلې کورنۍ او خپل ځان د حیثیت د اعادې غوښتنه لرم. یوه اوونۍ حکومت ته وخت ورکوو؛ یوه هفته وروسته به تاسو وګورئ چې مشرانو جرګه او شخصاً زه په دې اړه څه عکس العمل ښکاره کوم."

ښاغلي مسلمیار وویل چې کورنۍ یې هیڅکله له وسله والو مخالفینو ملاتړ نه دی کړی؛ بلکې په روانو جګړو کې ډېره همدوی قرباني ورکړې ده.

د مشرانو جرګې رییس په داسې حال کې د ولسي جرګې د استازي تورونه ردوي چې ملي امنیت هم له تروریستانو سره د مسلمیار د کورنۍ لاس لرل رد کړل.

خو په ولسی جرګه کې د کندهار استازی لالی حمیدزی وايي چې د ننګرهار د ملي امنیت منسوبینو دا څرګندونې کړي او کیدای شي؛ د ملي امنیت عمومي ریاست اوس د فشارونو له امله خپل موقف بدل کړی وي:

"څو ورځې مخکې د جلال آباد په ښار کې چې پنځه نفره نیول شوي وو؛ د کابل بانک په قضیه کې او د انګېزې شینوارې په قضیه کې په خپلو جرمونو باندې اعتراف وکړ.

د طالبانو یو قومندان چې سمیع الله یې نوم دی؛ مشهور په مسلم دی، دوی خپل مشر وباله. صفر دو قطعه د مسلم یار د ورور یونس په کور چاپه اچوي درې ساعته هلته مزاحمت کیږي. بیا امنیت ملي کور ته ننوځي او قومندان مسلم راباسي."

ښاغلی حمیدزی وايي چې د خلکو د یوه استازي په توګه په خپل دریځ ولاړ دی او حکومت باید دا قضیه په جدي توګه وڅیړي.

اخوا د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې دا قضیه په جدي توګه څیړي او باید چې په دې اړه هر اړخیز اسناد وړاندې شي.

د دې جرګې دویم مرستیال نذیر احمد احمدزي آزادي راډيو ته وویل چې هيڅوک له سندونو پرته په چا تور نه شي پورې کولی:

"باید موثر اسناد ورسره وي. له دې پرته چاته دا اجازه نشته چې د چا په عزت باندې باالخصوص مسلم یار صاحب خو د مشرانو جرګې رییس دی؛ موږ احترام ورته لرو. نو په دې مواردو کې موږ خپله بررسي کوو او بیا به جزییات شریک شي."

د ولسي جرګې غړي لالي حمیدزي د چهارشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د فضل الهادي مسلمیار د ورور له کوره د انتحاري حملو طراح ایستل شوی دی.

د دې قضیې په اړه ښکیلې خواوې په داسې حال کې جدي غبرګونونه ښکاره کوي چې په دې وروستیو کې په جلال آباد ښار کې یوې انتحاري حملې تر یو نیم سلو ډېر کسان مړه او ټپیان کړل.

اخوا کارپوهان وايي، د افغانستان د ملي شورا استازي باید اوسني حساس وخت ته په کتو چې ډېرې ستونزې موجودې دي؛ په یوه بل باندې تور پورې نه کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG