د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د افغانستان ۷۵ فیصده خلک د ملاریا له ګواښ سره مخ دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ملاریا ناروغۍ د له منځه وړلو په هدف یې هڅي ګړندۍ کړي دي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت پر دا سې مهال د ملاریا ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې د جدي هڅو د پیلولو خبره کوي چې ویل کیږي اوس مهال د هېواد ۷۵ فیصده خلک د دغه ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي.

د دې وزارت مرستیال ډاکتر احمد جان نعیم د شنبې په ورځ په کابل کې له ملاریا سره د مبارزې د نړېوالې ورځې په اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل چې په دې برخه کې یې پخوانیو هڅو هم ښه نتیجه ورکړې ده.

ښاغلي نیعم وویل چې د مغزي ملاریا ناروغۍ له منځه وړل د دوی د پروګرامونو په سر کې ځای لري:

د ملاریا د نړېوالي ورځې په مناسبت په کابل کې د جوړو شوو مراسمو پرمهال وویل؛

"د هېواد ۷۵ فیصده نفوس په داسې ځایونو کې ژوند کوي چې هلته د ملاریا خطر بيخي زیات او یا هم په منځنۍ کچه دی چې هغه لغمان؛ ننګرهار او کونړ ولایتونه دي؛ موږ هیله من یو د نوې ستراتیژي له مخې چې په هغه کې د خطرناکي ملاریا چې دماغي ملاریا هم ورته ویل کیږي؛ د مخنیوي په برخه کې ښه پرمختګ وکړو."

ښاغلي نعیم وویل چې اوس مهال د هېواد نورو سیمو ته په کتو په ننګرهار؛ لغمان او کونړ ولایتونو کې د ملاریا ناروغي زیاته موجوده ده.

د پشه خانو وېشل، د جوماتونو له لارې د عامه پوهاوي د پروګرامونو تر سره کول؛ د ټلویزیون او راډیوګانو له لارې خلکو ته د ملاریا نارغۍ د مخنیوي په اړه معلومات ورکول؛ په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته د درملو ویشل؛ د روغتیايی کارمندانو د ظرفیت لوړل د هغه کارونو له جملې څخه ده چې دغه وزارت په هیواد کې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په هدف تر سره کړی دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۴م کال کې نسبت ۲۰۱۳م کال ته به هېواد کې د ملاریا ناروغۍ په پيښو کې اته فیصده کموالي راغلی دی.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت چارواکي وايي چې دا مهال د ملاریا ناروغۍ تشخیص درمنله په ۲۳۰۰ روغتونونو او کلنیکونو کې په وړیا ډول تر سره کیږي.

د ملاریا ناروغۍ یوه خطر ناکه او د درملنې وړ ناورغي ده چې د یوې ډول غوماشې په چیچلو سره څوک په دغه ناروغي اخته کیږي؛ خو د عامي روغتیا وزارت وايي چې تر دا مهاله د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په هېواد کې واکسین نه وو موجود.

پر همدې مهال په افغانستا کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسوول ډاکتر ریچارډ پيپرکارد وايي چې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې به له دغه هېواد سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

"موږ ژمنه کوو چې د افغانستان د حکومت سره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوو؛ تر څو دغه ناروغۍ له منځه یوسو چې افغانستان د دې ناروغۍ څخه پاک کړو موږ له نورو څخه هم غواړو؛ څو په دې برخه کې پانګونه او عملي اقدامات وکړي."

د روغتیا نړیوال سازمان د استازي په خبره ملاریا د دې سره سره چې یوه ناروغي ده پر اقتصاد باندې هم منفي تاثیر لري چې په دې ناروغۍ اخته کسان د کار کولو توان له لاسه ورکوي چې د فقر او بدبختي سبب ګرځي.

د دې سره سره چې د عامي روغتیا وزارت د یادي ناروغۍ د مخنیوي او لریو پرتو سیمو ته روغتیايي درملو درسولو خبره کوي؛ خو خلک انتقاد کوي چې اوس هم د هېواد په زیاتو سیمو کې اړینو روغتیايي امکاناتو ته لاس رسی نه لري.

XS
SM
MD
LG