د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

افغانستان له "کاسا یکهزار" پروژې څخه څومره ګټه ترلاسه کوي؟


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د برښنا شرکت د کاسا یکهزار پروژه له اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانستان او سیمې لپاره ګټوره بولي.

کاسا یکهزار له منځني اسیا څخه د اسیا جنوب ته د بریښنا د لیږد پروژه ده چې له عملي کېدو سره یې سیمې او ډېرو هیوادونو ته ګټه رسیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د دې لویې پروژې عملي کول د ګاونډیو او په تیره بېا د پروژې د غړو هېوادونو پاکستان، تاجکستان، قزاقستان او افغانستان تر منځ همکاري او اړیکې پراخوي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ په دې سربېره چې افغانستان ته د کاسه یکهزار له پروژې درې سوه میګاواټه برېښنا رسیږي؛ هر کال دې هېواد ته پنځه دیرش میلیونه ډالره مالیه هم جمع کیږي:

"د کاسا یک هزار پروژه له دې پلوه چې په سیمه کې اقتصادي اړیکې پیاوړي او همغږي کوي مهمه پروژه ده.

دا ډول پروژې هغه هېوادونه چې ترې ګټه اخلي په بیلا بیلو برخو په تیره بیا د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ډیرو همکاریو ته هڅوي."

د کاسه یکهزار یا د افغانستان له لارې پاکستان ته د تاجکستان او قزاقستان بریښنا د لیږد پروژې وروستی تړون د جمعې په ورځ د غړو هېوادونو تر منځ د ترکیې په اسټانبول کې لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې د قزاقستان او تاجکستان زر میګاواټه بریښنا پاکستان ته لیږدول کیږي او درې سوه میګاواټه نوره بریښنا د افغانستان هغو سیمو ته ورکول کیږي چې د بریښنا د لیږد مزي ترې تیریږي.

له دې سره د افغانستان د بریښنا شرکت وایي؛ د کاسا یکهزار پروژه له دې علاوه چې افغانستان ته برېښنا ورکوي؛ د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي وضعیت هم اغیز کوي.

د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل؛ د دې پروژې د بریښنا د لیږد مزي به د کندز، بغلان، پنجشیر، کابل، لغمان او ننګرهار له لارې پاکستان ته وغځیږي.

ښاغلی توحیدي وایي، دا پروژه تر راتلونکو درېیو کلونو پورې ګټې اخستنې ته چمتو کیږي:

"د قزاقستان، پاکستان او افغانستان تر منځ د دې تړون د ټرانزیت په برخه کې ځینې ستونزې وې چې هغه اوس حل شوي دي؛ نو اوس ټولې ستونزې ختمې شوي او کار عملاً پیلیږي، ټاکل شوې چې د ۲۰۱۸ کال د می تر میاشتې دا پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شي."

د غړو هېوادونو تر منځ د کاسا یکهزار پروژې تړون داسې وخت وروستی کیږي چې جمهور رییس اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته تل ټینګار کړی چې د اقتصادي سرچینو له تامین سره به کوښښ وکړي؛ د سیمې هېوادونه په افغانستان کې امنیت ته وهڅوي.

له دې سره د ولسي جرګې د مخابراتو؛ مواصلاتو اوبو او بریښنا د کمیسیون غړی غلام فاروق مجروح د هغې د اهمیت تر څنګ په حکومت غږ کوي چې د پروژې امنیت ته پاملرنه وکړي.

"د افغانستان لپاره دا پروژه هم د اقتصادي اړخه هم د امنیتي پلوه او هم د سیمې هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو له پلوه چې افغانستان ته محوري رول ورکوي؛ د ډېر اهمیت څخه برخمنه ده؛ حکومت باید د هغې اجرا ته ښه پاملرنه وکړي."

د راپورونو له مخې د کاسا یکهزار پروژې لګښت د یو میلیارد ډالرو څخه ډېر تخمین شوی چې ۲۰۸ ملیونه ډالره یې یوازې مالیه کیږي.

ویل کیږي، د دې پروژې بشپړېدو ته پاکستان چې د بریښنا له ډېر کمښت سره مخ دی؛ لیواله دی او تر څنګ یې افغانستان ته له مالیو؛ بریښنا او خلکو ته د بوختیاوو د پیدا کولو له اړخه ښه ګټه رسیږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG