د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

عبدالله: رسنۍ باید د وسله والو مخالفانو د تبلیغاتو وسیله ونه ګرځي


اجراییه مشر وایي چې د وسله والو طالبانو او نورو ترورستي شبکو مهم اهداف د خلکو ترمنځ د وحشت او ویرې رامنځ ته کول دي او رسنۍ نه باید د دغو ډلو د اطلاع رسونې وسیله وګرځي.

عبدالله عبدالله دا خبرې د شنبې په ورځ د رسنیو د تحول د لسیزې په نوم د یوه جوړ شوي کنفرانس پرمهال وکړې.

ښاغلي عبدالله وویل، د افغان حکومت د ویاندویانو او حکومتي چارواکو ترمنځ د اطلاعاتي خلا له امله رسنۍ اوس مهال د وسله والو مخالفانو په اطلاعاتي منابعو بدلې شوې دي.

نوموړي له رسنیو هم وغوښتل چې له حقایقو سترګې پټې نه کړي؛ خو د امنیتي پیښو پرمهال له احتیاط څخه کار واخلي:

"حقایق چې څومره هم تریخ وي، باید وویل شي او خلک په جریان کې واچول شي؛ اطلاعاتي خلا ته که چېرې موږ ورته توجه وکړو او حکومتي ادارې ورته پام وکړي چې کله همدا د دې سبب کیږي چې رسنۍ د ترورستي ډلو په خدمت کې وي او د وسله والو طالبانو هدف هم معلوم دی چې غواړي؛ د خلکو ترمنځ ویره او وخشت خپور کړي."

دا کنفرانس چې د افغان خبریالانو د فدراسیون له خوا جوړ شوی و په کې د رسنیو د ملاتړ د بیلابلیو ادارو استازو ګډون کړی و.

دوی همدارنګه د رسنیو پر وړاندې د روانو ستونزو د حل په هدف یو لیک هم د ملي وحدت حکومت رهبرانو ته وسپاره.

په همدې حال کې د حکومت اجراییه مشر له رسنیو وغوښتل؛ ترڅو د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ کړي.

په جوړ شوي کنفرانس د خبریالانو د فدراسیون غړي همدارنګه انتقاد وکړ چې حکومت په ډيرو مسایلو کې رسنیو ته له معلومات ورکولو ډډه کوي او دا کار د حکومت له خوا د اطلاعاتو په ورکولو کې یو ډول انحصار دی او باید ترې لاس واخیستل شي.

د دې فدراسیون د رهبري هیات یوه غړي نجیب شریفي په دې اړه وویل:

"په ځينو حالاتو کې په ساعتونو وخت نیول کیږي چې یو خبریال د دولت یوه ویاند پیدا کړي؛ ترڅو د هغوی نظر واخلي، خو حکومت باید معلومات په خپل انحصار کې ونه ساتي."

له بلې خوا په کابل کې د یوناما یا د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت د دفتر ویاند ډومینک میډلي وویل چې د حکومت ترڅنګ دوی هم ژمن دي چې افغان خبریالانو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.

افغان خبریالان دا مهال د دولت د وسله والو مخالفانو او حکومتي چارواکو له خوا د بیلابیلو ګواښونو ترڅنګ د حکومتي چارواکو له خوا په خپل وخت د معلوماتو د نه ورکولو له امله شکایت کوي.

خو افغان حکومت تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د رسنیو او بیان آزادي یې رله مهمو لاس ته راوړنو څخه ده او د خوندي ساتلو لپاره به یې خپلو هڅوته دوام ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG