د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

د ولسي جرګې مشر وايي شمالي ولایتونه په وزیرستان بدل شوي


د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې وروستیو ناامنیو د ولسي جرګې د شنبې ورځې غونډه هم تر سیوري لاندې راوستلې وه او اکثرو وکیلانو په دې برخه کې حکومت ته د انتقاد ګوته نیوله.

د ولسي جرګې د دې ورځې په آزاد بحث کې وکیلانو وویل چې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي او حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

د وکیلانو له بحثونو وروسته د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم وویل چې د امنیت د ټینګښت لپاره د ولسمشر ژمنو حقیقت نه دی موندلی او وضعه دومره خرابه شوې چې شمالي ولایتونه په وزیرستان بدل شوي.

"زه د ملت له کوره هغې اندیښنې ته په پاملرنې سره چې تاسو د افغانستان استازي یې لرئ او همداراز د نن لپاره د افغانستان د ولایتونو په کچه د افغانستان له مخالفینو سره د نښتو او نا امنیو شاهدان یئ، د هېواد ولسمشر مخاطب کوو چې څه چې تاسو ویلي د واقعیت خلاف وو؛ نن د افغانستان شمال په وزیرستان بدل شوی."

د هېواد په بیلابیلو برخو کې د ناامنیو په اړه اندیښنې وروسته له هغې راولاړیږي چې طالبانو د جمعې په ورځ د عزم په نوم پسرلني عملیات پیل کړل.

طالبانو رسنیو ته ویلي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې یوازې د جمعې په ورځ ۱۰۸ حملې کړي او مقابل لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

له دې سره سم له کندز، فراه، کونړ، بدخشان، کاپیسا، بادغیس، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د وسله والو طالبانواو امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتو او حملو راپورونه خپاره شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې د طالبانو نوي پیل شوي عملیات د ټولو افغانانو پر وړاندې د جنګ اعلان دی.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو اکثره حملې یې شنډې کړي دي:

"په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان ملي پولیس توانیدلي چې د طالبانو هره حمله د هېواد په هرې برخې کې شنډه کړي؛ د مثال په ډولؤ په فاریاب، کندز، فراه او په هر ځای کې چې دوی سر پورته کړی؛ ټکول شوي او د مخالفینو شاوخوا ۱۰۴ کسه له منځه تللي؛ خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو تلفات ډیر محدود دي؛ په خواشینۍ سره چې یوازې درې تنه امنیتي ځواکونه مو له لاسه ورکړي دي."

په همدې حال کې دفاع وزارت هم د طالبانو نوي پيل شوي عملیات تبلیغات بولي او وایي، د امنیت د ټینګښت لپاره یې پراخ عملیات پیل کړي دي:

د دې وزارت د ویاند مرستیال دولت وزيري ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال مخالفین زموږ په ځواکونو نه بلکې زموږ ځواکونه پر دوی حملې کوي:

"دا د مخالفینو تبلیغات دي چې دوی وايي؛ په دومره اندازه یې عملیات کړي یا یې حملې کړي دي؛ دوی د دې توان نه لري چې زموږ په وسله وال پوځ باندې لکه دوی چې ادعا کوي؛ دومره حملې وکړي.

زموږ وسلوال پوځ دی چې په دوی حملې کوي."

په افغانستان کې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو او له دې سره سم د افغان ځواکونو د عملیاتو راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې ویل کیږي په دغو جګړو او حملو کې د دواړو خواوو په تکتیکونو کې بدلون راغلی دی.

خو خلک وايي، دوی نه غواړي چې د پسرلي په رارسیدو سره چې د دوی په ژوندانه کې د نوي فصل ګلونه غوړيږي د دغه جګړو اصلي قربانیان دوی وي.

دوی له حکومت څخه غواړي چې د امن په راوستلو سره د تل لپاره په هېواد کې جګړې ته د پای ټکې کیږدي.

XS
SM
MD
LG