د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

ځیني وکیلان وايي بادغیس ولایت په بېساري ډول ناامن شوی


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د بادغیس د امنیتي وضیعت په اړه جدي اندېښنه لري او له امنیتي ارګانونو غواړي چې د دغه ولایت د امنیټ په تینګښت کې اقدام وکړي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یو شمېر استازي وايي چې بادغیس په بې ساري ډول د شدیدو نا امنیو ښکار دی .

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت استازي سرور فایز د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې ان د دغه ولایت مرکز ته نږدې سیمې هم د نا امنۍ له ګواښ سره مخ دي.

"له جدي نه هم جدي، تر بل هر وخت زیات، یعنې بادغیس د سقوط په حال کېدی ؛ همداشان مفهوم لري، د قلا نو سیمې په مربوطاتو کې هم امن نشته؛ یواځې په مرکز کې د ننه او د ولسوالیو په مرکز کې؛ هغه هم تر یو کلیو مترۍ پورې."

د ښاغلي فایز په وینا له بادغیس څخه د امن خبرونه کم عمره دي او د دغه ولایت د امن کولو لپاره دایمي کار نه دی شوی.

د بادغیس ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د نا امنیو او له وسله والو مخالفینو سره د افغان ځواکونو د نښتو خبرونه خپرېږي.

د بادغیس ولایت ویاند میرویس میرزکوال ازادۍ راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په قادس او کمریو ولسوالیو کې اوس امن دی او په بالا مرغاب کې هم د تېرې ورځې د پوځي مرستې تر رسېدلو او د عملیاتو تر پیل ورسته د وسله والو مخالفینو له خوا مقاوت نه دی شوی.

د ښاغلي میرزکوال په وینا، په یادو ولسوالیو کې د تېریوو درې ورځنیو نښتو په نتیجه کې دولس وسله والو مخالفین وژل شوي او اته کسه ټپیان دي.

میرزکوال وايي چې په دغو نښتو کې نهه کسه سرحدي پولیس او دوه ملکیان هم وژل شوي دي.

خو په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بادغیس کې د نا امنیو د زیاتېدلو اندېښنې بې ځایه ګڼي او وايي چې پوليس په دغه ولایت کې ځواکمن او له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د دغه ولایت د امنیت د ټېنګښت لپاره کار کوي:

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د بادغیس ناامنه کولو سره به جدي چلند وشي.

"پولیس په بادغیس کې فعاله دي، ملي اردو، ټول حکومتي ارګانونه یو ځای کار کوي؛ په بادغیس کې زموږ د پولیسو لاس پورته دی او که څوک وغواړي چې د بادغیس د امنیت د ګډووډولو هڅه وکړي؛ له هغوی سره به جدي او قانوني چلند وشي."

په دې ورستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نا امنیوو د یادو ولایتونو عام وګړي هم سخت اندېښمن کړي دي؛ دوی وايي چې نوی حکومت دې د دوی د ژوند د امنیت د تامین لپاره لازمې هڅې وکړې.

دوی دا هم وايي چې په جګړه کې ښکیلې داوړه غاړې دې ملکیان نه په نښه کوي او د استوګن ځایونو او دغه شان دیني، تعلیمي او روغتیايي مرکزونو خوندیتوب ته دې پام وکړي.

XS
SM
MD
LG