د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

افغان حکومت هڅه کوي چې افغانستان د سیمه ییزو همکاریو په مرکز بدل شي


افغان حکومت وايي، د هند او پاکستان پر وړاندې داسې سیاسي دریځ غوره ګڼي چې افغانستان د نورو هېوادو د نیابتي جګړې په ډګر بدل نه شي.

د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت غواړي چې دا هیواد د سیمه ییزو همکاریو په مرکز بدل شي.

ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکو څو ورځو کې هند ته ځي.

عابدي په دې اړه چې ولسمشر به د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفینو سره د سولې د مذاکرو په اړه هندي لوري ته څه خبرې وکړي؛ پرون ازادي راډیو ته وویل:

ʺموږ د سیمې په کچه، د خپلو ګاونډیو او د اسلامي هیوادو سره د یوې اجماع د رامنځ ته کیدو لپاره هڅې کوو؛ څو د افغانستان امنیت اوثبات ټینګ شي چې د سیمې د ثبات ټینګیدل دي او موږ له تروریزم سره په مبارزه کې د خپلو ګاونډیو او د سیمې د هیوادو همکاري غواړو.ʺ

ښاغلي عابدي وویل، د افغانستان او هند په اړیکو کې هیڅ کله هم سترې ستونزې نه دي لیدل شوي او هند په سیمه کې یو مهم هیواد ګڼي.

په کابل کې د هند سفیر ازادي راډيو ته ویلي چې د افغان حکومت له خوا د سولې د هڅو ملاتړ کوي او په ټوله سیمه کې په دې اړه همکارۍ مهمې ګڼي.

د هند سفیر وویل، افغانستان د جګړې ډګر دی او دا کولای شي چې پر ټوله سیمه ناوړه اغیز وکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د اپریل په ۲۷مه او ۲۸ د لوړ رتبه هندي چارواکو سره پر مهمو کورنیو او سیمه ییزو مسایلو خبرې کوي.

یو شمیر څارونکي داسې ګڼي چې ښايي هند نه غواړي چې د افغانستان په چارو کې له خپلو سیالانو پاکستان او چینه شاته پاتې شي.

د روانې میاشتې په اوه ویشتمه او اته ویشتمه، هند ته د ښاغلي غني سفر ته داسې هم کتل کیږي چې ښايي هند ته د دې موقع د بیرته ترلاسه کولو وخت ورکړي.

د ولسمشر ویاند وویل چې ښاغلی غني به له هندي چارواکو سره پر مهمو تجارتي او اقتصادي چارو هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG