د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

احمدزى:د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون له مشرۍ د شکریې بارکزۍ لرې کول شخصیت وژنه ده


د ولسي جرګې دویم مرستیال د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون له مشرۍ څخه د شکریې بارکزۍ لرې کول یوه تیروتنه او شخصیت وژنه بولي.

د ملي وحدت حکومت ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له وجې د انتخاباتي اصلاحاتو له کمیسیون څخه د شکریې بارکزۍ د لرې کېدو پریکړه د ولسي جرګې له جدي غبرګون سره مخ شوه.

د ولسي جرګې ځينې غړي په دې اړه خواشیني څرګندوي او وایي چې دا یوه تېر وتنه او شخصیت وژنه ده.

د دې جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې دا ډول اختلافات به د دې سبب شي چې راتلونکي انتخابات هم له ستونزو سره مخامخ شي.

"که چیرې د مشرانو ترمنځ دا ډول اختلافات وي؛ نه به انتخابات په سم ډول ترسره شي وشي او نه هم دا ډول کړنې د افغانانو او د دوی په خیر دي؛ واقعاً شکریه بارکزۍ قانون پوهه او با استعداده خور ده؛ موږ دا کار ښه نه ګڼو چې دا له دې دندې لرې شوې ده او په راتلونکي کې له افغان ولسمشر او اجراییه رییس څخه زموږ غوښتنه دا ده چې شخصت وژنه ونه شي؛ هر څوک خپل عزت لري."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته له سفر مخکې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي معرفي کړل.

ولسمشر بیا د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ د دې کمیسیون د مشرې په توګه وټاکله چې دا کار د اجراییه ریاست له مخالفت سره مخ شو.

سره له دې چې په ولسي جرګې کې د دې مخالفت یو شمېر ملاتړي هم شته؛ خو دوی په دې اړه له ازادي راډيو سره خبرې ونه کړي.

خو د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان وویل چې د ملي وحدت د حکومت مشران باید هڅه وکړي چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره یو منظم سیسټم رامنځ ته کړي:

"دوی باید هڅه وکړي چې څنګه کولای شي چې راتلونکو انتخاباتو لپاره یوه معیاري او منظم سیسټم رامنځ ته کړي؛ نو زموږ غوښتنه دا ده که چېرې د شکریې بارکزۍ د لرې کېدو په خاطر دوی کولای شي چې یو ښه سیسټم رامنځ ته کړي؛ موږ په دې کې کوم اعتراض نه لرو."

په عین حال کې د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو ټولې پریکړې باید د سیاسي توافق په اساس وي.

"تر ټولو مهمه مساله د توافق نامې تطبیق دی؛ په هغه کې وضاحت ورکړل شوی چې دواړه رهبران به په ګډه سره په ملي مسایلو باندې تصمیم نیسي."

له بلې خوا شکریه بارکزۍ وایي چې هغې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون ریاست لپاره ځان نه و کاندید کړې او اوس په دې اړه هم څه نظر نه لري.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم واخلو؛ خو له پرلپسي اړیکو وروسته بیا هم جمهوري ریاست په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په عین جال کې یو شمیر افغان څيړونکي ټينګار کوي چې ولسمشر او اجراییه رییس باید خپل منځي اختلافاتو ته د پای ټکی ورکړي او د افغانستان د اوسینو شرایطو په پام کې نیولو سره وړ او مسلکي کسان په دندو وګماري.

ناجیه ساپۍ راپور

XS
SM
MD
LG