د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

داعش ډلې په فراه کې د افغان ځواکونو په وړاندې سخته جګړه وکړه


د داعش یا اسلامي دولت ډلې وسله والو د لومړي ځل لپاره د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو سره سخته جګړه وکړه.

په فراه ولایت کې د ملي اردو د دویمي پلي لوا ویاند عبدالروف رحماني ازادۍ رادیوته وویل چې د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د داعش ډلې د روانې اوونۍ د شنبې ورځې د جګړې رهبري کوله.

د هغه په خبره دغه جګړه ډیرسخته او دوامدارهوه چې د ۲۸ تنو د دولت د وسله والو مخالفانو په وژل کیدو چې د داعش ډلې غړي او یو قوماندان هم په کې شامل وو پای ته ورسیده.

د رحماني په خبره د داعش ډلې د وسله والو طالبانو سره په دغه جګړې کې ډیره ونډه درلوده او د جګړې تاکتیکونه یي هم بدل کړي وه:

″په دې عملیاتو کې چې تیره شپه پای ته ورسیدل ۲۸ تنه د دولت وسله وال مخالفان د داعش د ډلې د قوماندان په ګډون چې خدایداد نومیده وژل شوی او ۲۶ نور ټپیان شوی دی. د دغو عملیات رهبري په فراه ولایت کې د داعش ډلې کوله او وسله وال طالبانو هم ورسره مرسته کوله.″

ویل کیږي چې په دغه جګړې کې شااوخوا ۵۰۰ تنو د دولت وسله والو مخالفانو او د داعش غړو برخه اخیستې وه چې په پایله کې یي د محلي پولیسو د قوماندان په ګډون ۵ تنه محلي پولیس په کې ووژل شول او اتلس نور ټپیان شول.

دغه جګړه ډیره درنده بلل شوې ان تردی چې د دغه جګړې د مهارولو لپاره د جنګي هليکوپټرو څخه هم کار واخیستل شو.

که څه هم د لومړيو په دی اړه اندیښنی وي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش به په فراه ولایت کې په جګړې لاس پورې کړي خو د دغه ولایت چارواکو بیا دا یوه افسانه بلله. د فراه ولایت والي محمد اصف ننګ څو ورځې مخکې د ازادۍ رادیو سره په مرکې کې داعش یوه ضعیفه ډله وبلله.

دا لومړی ځل دی چې د داعش ډله د دولت د وسله والو مخالفانو سره اوږه پر اوږه دافغان ځواکونو په وړاندې په فراه ولایت کې جګړه کوي .

وبه لیدل شي چې د افغان چارواکو غبرګون به د دغې ډلې په وړاندې چې په عراق او سوریې کې خطرناک ثابته شوې څه وي.

XS
SM
MD
LG