د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

ظاهر: د فرخندې د وژنې له ملاتړ کوونکو هم تحقیقات کیږي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، له هغوکسانو هم تحقیقات کیږي چې په فکري او معنوي ډول یې د فرخندې له وژل کېدو ملاتړکړی دی.

د دې وزارت د جنایې تحقیقاتو مشرد دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل چې دوي د اطلاعاتوکلتور وزارت د مرستیالې نوم هم د فرخندې په دوسیه کې ځای پرځای کړی او لویې څارنوالۍ ته یې استولی دی.

په عین حال کې د حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله له ټولو خلکو وغوښتل ترڅو عدلي او قضایې ارګانونوته فرصت ورکړي چې د پیښې مجرمین په سزا ورسوي.

سره له دې چې د فرخندې وژل کېدو د هېواد په دننه او بهر کې د خلکو تند عکسل العملونه راوپارول، خو په دې کې یو شمېرداسې کسان هم وو چې دا پیښه یې توجیه کړې وه او ښه کار یې بللی وو.

د کورنیو چارو وزارت د جنایې تحقیقاتو مشرجنرال ظاهر ظاهرد دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له هغوکسانو هم تحقیقات کیږي چې د فرخندې د وژل کیدو ملاتړ یې کړی دی.

ښاغلي ظاهره وویل چې له یادې پیښې څخه د ملاتړپه تړاود اطلاعاتو کلتور وزارت د مرستیالې سیمين حسن زاده نوم هم لويي څارنوالۍ ته لیږل شوي دي:

″موږ مکمل د دوې نومونه لیکلي دي، هغه کسان چې دا مساله یې تایید کړې ده او یا هم د خلکو د تحریک سبب شوې، همدا رنګه موږد سیمین حسن زاده نوم هم په دوسیه کې لیکلی او لويې څارنوالۍ ته معرفي کړې.

دا د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیاله ده باید په مسوولانه ډول خبرې وکړي کومې خبرې چې نوموړې کړې وې د قانون خلاف وې او باید ترې پوښتنې وشي.″

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیاله سیمین حسن زاده د هغو کسانو له جملې څخه وه چې د فرخندې له وژل کېدو وروسته یې یاده پیښه توجیه کړې وه.

خو میرمن حسن زاده له پیښې وروسته پرخپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي و چې د دې پیښې ملاتړیې د دین د فاع په خاطر کړی، نه دا چې دې د فرخندې د وژل کیدو ملاتړ کړی وي.

د کورنیوچارو وزارت د جنایې تحقیقاتو مشرجنرال ظاهر ظاهرهمدارنګه ویلي چې د دې پیښې یو شمېرملاتړي هڅه کوي چې افغان حکومت او خلکو ته ستونزې رامنځ ته کړي.

د کابل د وزیرمحمد اکبرخان د جومات امام، د کابل د امنیې قومندانۍ پخوانی ویاند حشمت ستانکزی او سناتور زلمی زابلي د هغو کسانو په ډله کې وي چې دغه پېښه یې توجیه کړې وه.

خو دغو کسانو له پیښې وروسته پښیماني څرګنده کړه او د فرخندې له کورنۍ څخه یې بخښنه وغوښته.

فرخنده هغه انجلۍ وه چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د کابل د شاه دوشمشېره زیات مخې ته د قران کریم د سوځولو په تور د قهر جنو کسانو له خوا ووژل شوه.

خو د کورنیوچارواو حج اوقاف وزارتونو له خوا له تحقیقاتو وروسته معلومه شوه چې فرخنده بې ګناه وه.

د پیښې پرمهال له اخستل شویو عکسونو ښکاري چې د پیښې پرمهال پولیس هم په صحنه کې حضورلري، خو د فرخندې د وژنې لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.

د حکومت اجرایه مشرعبدالله عبدالله هم د دوشنبې په ورځ د کابینې په ناسته کې د فرخندې د قتل په محکومولو سره له خلکو وغوښتل ترڅوعدلي او قضایې ارګانونو ته فرصت ورکړي چې د پیښې عاملین مجازات کړي:

″کوم جنایت چې شوی هغه موږ غندو، زموږ خلک هم باید عدلي او قضایې ارګانونو ته موقع ورکړي ترڅو قضیه له قانون سره سم وڅيړي او مجرمین په سزا ورسیږي.″

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت د معلوماتو په اساس تر اوسه د د نولسو پولیسو په ګډون د 47کسانو دوسيې لويې څارنوالۍ ته سپارل شوي او د 11 نورو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

دا مهال ویل کیږي چې یو شمېرکړۍ هڅه کوي چې د فرخندې د قتل عاملین له بنده ازاد کړي خو د کورنیو چارو وزارت ټينګارکوي چې په دې قضیې د هرډول مداخلې مخه به ونیسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG