د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

اسټراليا د ٢٠١٥م کال د کرکټ نړيوال جام وګاټه


اسټراليا او نيوزيلنډ چې دواړه د ٢٠١٥م کال د کرکټ نړيوال جام کوربانه هېوادونه دي، په خپلو کې پايلوبه (فاينل) مسابقه وکړه.

نيوزيلنډ چې پچه يې نن ګټلې وه، لوبه پيل کړه، په ٤٥ اوورونو کې يې ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځېدل چې يوازې يې ١٨٣ منډې وکړې.

د اسټراليا غوندې قوي ټيم لپاره د ١٨٤ منډو ورکړل شوي هدف پوره کول ګران کار نه و. اسټراليا وکړاى شول، دغه هدف په اسانۍ يوازې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو سره په ٣٤م اوور کې پوره کړي، چې ١٠١ توپونه لا ورپاتې وو.

په دې توګه دغه هېواد د ٢٠١٥م کال د کرکټ نړيوال جام وګاټه.

دا پنځم ځل دى چې اسټراليا د يوورځنۍ (٥٠ اووره) مسابقو اتلولي خپلوي.

نننۍ مسابقه د اسټراليا په ميلبورن کې وشوه.

XS
SM
MD
LG