د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

امریکا افغان هوايي ځواکونو ته ۶ نورې جنګي هیلي کاپترې ورکړې


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د امریکا متحده ایالاتو د دې هېواد د ملي اردو ځواکونو ته شپږ نورې جنګي هیلي کاپترې سپارلي.

د افغانستان دفاع وزارت وایې، که نړېواله ټولنه د دې هېواد له ملي اردو سره په کړیو ژمنو عمل وکړي، نو په نږدې راتلونکي کې به افغان هوايي ځواکونه په خپلو پښو ودریږي.

د دی وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، د امریکا متحده ایالاتوپه دی وروستیوکې شپږ (MD-530) ډوله جنګي هیلي کاپترې افغان ځواکونو ته ورکړي دي.

ښاغلی وزیري وایې، په نږدې راتلونکې کې به دېته ورته پنځه نورې هیلي کاپترې هم د امریکا له خوا د افغانستان هوايي ځواکونو ته وسپارل شي:

″که دا زموږ له نورو هیلي کاپترو سره یوځای شي، موږ کولای شو به محاربوي عملیاتو کې ورنه ښه استفاده وکړو د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره وکاروو،د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي که نړېواله ټولنه به خپلو ژمنو عمل وکړي زه به دې باورلرم چې انشاالله زموږ هوايي ځواک به هم په نږدې راتلونکي کې په پښو ودریږي.″

هغه زیاته کړه، په جنګي وسایلو سمبال دا هیلي کاپترې امریکايي دي، خو د دې الوتکو د بیې په اړه یې معلومات ورنه کړل.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د روان میلادي کال په ترڅ کې به شل سوپرتوکانوف یا (A - 29) ډوله، درې (P- 12) ډوله کشفي او یوه( C -130 ) ډوله ترانسپورتي الوتکې هم د دې هېواد ملي اردو ته ورکړل شي.

دولت وزیري که څه هم د افغانستان د هوايي ځواکونو په برخه کې ستونزې نه ردوي، خو زیاتوي چې دا ځواکونه تر پخوا ډیر پیاوړي شوي.

له دې وړاندې امریکا د افغانستان له پوځ سره د( سي ۲۷ )ډوله ترانسپورتي الوتکو مرسته کړې وه، خو د افغانستان دفاع وزارت ویلي دغه الوتکې زړې وې او پرزې یې هم نه پیدا کیږي.

په همدې حال کې د پوځي چارو یو شمېرافغان کارپوهان د افغانستان هوايي ځواکونو ته د هیلي کاپټرو د سپارلو د هرکلي ترڅنګ وايي چې مرسته کوونکي هېوادونه باید له هیلي کاپترو سره لازم وسایل هم افغان هوايي ځواکونو ته ورکړي.

د پوځي چاروکارپوه جنرال امرالله امان ازادۍ راډيوته وویل، هغه ژمنې چې نړېوالې ټولنې د افغان هوايي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې کړي باید عملي شي:

″د افغانستان خلکو، ملي پوځ او اراضۍ ته په ځانګړې توګه امنیتي سکتورونو په ګټه ده زما وړاندیز دا ده چې یو ډله نظامي کارپوهان باید د افغانستان اراضۍ وکتل شي او د هغو سپارښتنو ته په پام باید د افغانستان جغرافیي ته په کتو سره وسلې او مهمات ورکړل شي.″

کارپوهان وایي، کوم جنګي وسایل چې افغان ملي پوځ ته سپارل کیږي باید د افغانستان له اراضۍ سره مطابقت ولري.

دغه کارپوهان سره له دې چې د جګړې په ډګرکې د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایې خو سپارښتنه کوي، که په خپل وخت افغان ځواکونو ته جنګي الوتکې ورنکړل شي، نو ښایي په راتلونکې کې له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG