د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

په کونړ کې یوې سیمه ییزې محکمې شرعي حد جاري کړ


وسله والو طالبانو په وروستیو څو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له محکمې پرته د قوماندانانو له حکم سره سم پر یوشمېر کسانو شرعي حکمونه جاري کړي؛ ځینې کسان یې اعدام او ځینې یې سنګسار کړي او ځینې یې په درو وهلي؛ خو د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان یوه رسمي محکمه شرعي حد جاري کوي.

په کونړ کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان یوې رسمي محکمې له حکم سره سم یوه تن چې پاچا نومیږي؛ د شرابو څښلو په جرم ۸۰ دُرې ووهل شو.

پاچا نامی چې له تېرو دوو کالو راهیسې يې شراب څښل په خپل جرم يې اعتراف کړی و او له محکمې يې وغوښتل چې پرې دې شرعي حد جاري کړي.

د قضايي هیات مشر او د ښاري محکمې د جزا د دیوان رییس قضاوت مل مولوي محب الله د ډاګیزې محمکي ګډونوالو ته وویل؛ "پاچا" چې یو موټر چلوونکی دی؛ پولیسو د نېشې په حالت کې نیولی او ده هم په خپله جرم اعتراف کړی دی:

"د حنفي فقهې او د افغانستان د اساسي قانون د نشه یي توکو د مخنیوي د قانون د څلور څلوېښتمې مادي سره سم تا پاچا نومي باندې شرعي حد چې اتیا دُرې کیږي پلی کوو."

د قضایي هیات له پرېکړې وروسته "پاچا" د محکمې د جومات برنډې ته راوستل شو؛ چمپر ترې وویستل شو او د لسګونو خلکو پرمخ کې پرې د دُرو وهل پیل شو.

خلک د شرعي حدودو په جاري کولو خوښ دي او له افغان دولت او په ځانګړي ډولله عدلي ارګانونو غواړي چې په ټول هېواد کې شرعي حدود عملي کړي؛ څو نور ترې عبرت واخلي او د جرمونو مخه ونیول شي.

دوی له دولته غواړي، لکه څنګه چې په هېواد کې د کوکنارو او هیروینو په خلاف مبارزه کوي؛ همداسې دې د شرابو په ضد هم ګړندي ګامونه پورته کړي او د شرابو په واردولو دې بندیز ولګوي.

د طالبانو د واکمنۍ له پای ته رسیدو وروسته د کونړ په محکمه کې دا لومړی ځل دی چې پر یوه تن شرعي حد جاري کیږي او د خلکو پام يې ځام ته را اړولی دی.

راپور: روح الله انوري ـ کونړ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG