د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

د افغانستان او استرالیا ټيمونه سبا مسابقه کوي


ټاکل شوې ده چې د افغانستان او استرالیا د کرکټ لوبه د چهارشنبې په ورځ د کابل په وخت د غرمې یولس بجې پیل شي.

د کرکټ د یوه ورځني نړیوال جام لوبو د الف له ګروپه دغه دواړه لوبډلې د پرت په ښار کې مسابقه کوي.

د لوبې حکمان کومارا دراماسینا د سریلانکا او مایکل ګاف د انګلستان دي او سریلانکایی رانجان ماډوګالې به د لوبې څارونکی وي.

په پرت کې د هوا پیژندنې د ادارو له اټکل سره سم د لوبې پرمهال اسمان شین دی، نری شمال به وي او لوړه درجه د سانتي ګرید په حساب یودیرش درجې پیشګویي شوې ده.

رویټرز اژانس د استرالیا د کپتان مایکل کلارک خبرې رااخیستې دي چې وایي، زموږ د ټیم یوویشت کلن باولر پت کامنز له افغانستان سره لوبه نه شي کولی، هغه په تیره لوبه کې له نیوزیلنډ سره لږ ټپي شوی دی او نوره لوبډله به د نن ورځې له تمرینه وروسته غوره شي.

د پرت میدان تیز دی او ډیر جمپ لري چې دا د استرالیا دواړو تیزو بالرانو، سټارک او جانسن ته خورا مساعد ښکاري.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي په استرالیا کې نن رسنیو ته وویل چې موږ د استرالیا له لوبډلې نه ویریږو خو دا منو چې هغوی خورا تیز باولران او ډیر ښه بیټسمینان لري.

محمد نبي زیاته کړه چې زموږ لوبډله تر هغې یوې پیاوړې ده چې درې کاله مخکې وه. درې کاله مخکې په شارجه کې افغانستان له استرالیا سره یوه ورځنۍ لوبه وکړه چې استرالیا د ۶۶ منډو په توپیر وګټله. محمد نبي بیا وویل چې زموږ اوسنی ټیم د نړۍ له ډيرو منل شویو لوبغاړو سره عادي شوی دي او ویره نه لري.

د افغانستان د ټیم مرستیال روزونکي پیټر اندرسن بیا له استرالیا سره د سبانۍ لوبې په اړه وویل، موږ پوهیږو چې د نړۍ له پیاوړې ډلې سره لوبه کوو، خو دا مسابقه افغانانو ته دا چانس ورکوي چې نړیوالو ته خپل استعداد ورښکاره کړي.

پر استرالیا دا فشار دی چې له نیوزیلنډ څخه یې تیره لوبه بایللې او له بنګله دیش سره د باران له امله دوی لوبه ونه کړه چې د مساوي یوازې یو امتیاز یې ترلاسه کړ.

له دې امله به استرالیا هڅه کوي چې په سترتوپیر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړي، څو امتیازات یې ډير شي او په الف ګروپ کې سر ته وخیژي چې بیا په دوهمه مرحله کې د ب ګروپ له نسبتا کمزورو ټیمونو سره کواټرفاینل ته ووځي.

افغانستان بیا له دې اړخه تر فشار لاندې دی چې له داسې هیواد سره مسابقه لري چې تر بل هر یوه یې ډیر نړیوال جام ګټلی دی، استرالیا دغه جام څلور ځله خپل کړی دی او ډیر په دې باور دي چې دا ځل به هم استرالیا نړیوال جام لوبې وګټي.

XS
SM
MD
LG