د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د اوکراین پوځیانو د جګړې له لومړۍ کرښې د درنو وسلو پر ایستلو پیل کړی


د اوکراین پوځ وايي، د هېواد په ختیځ کې له روس پلوو بېلتونپالو سره د جګړې له لومړۍ کرښې څخه د درنو وسلو په اېستلو یې پیل کړی دی.

کییف وايي، له روس پلوو بېلتونپالو سره د جګړې له لومړۍ کرښې د درنو وسلو اېستل یې ځکه پیل کړل چې له سیمې څخه د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره د تلفاتو خبر نه دی ورکړل شوی.

د اوکراین پوځ په یو بیان کې ویلي چې اوکراین د مینسک د توافق د عملي کولو په مقصد د جګړې له لومړۍ کرښې څخه د سل میلي متري توپونو اېستل پیلوي. بیان زیاتوي چې دا د درنو وسلو د اېستلو په لړ کې لومړنی ګام دی.

له دې سره دا امېدونه یوځل بیا راژوندي شوي چې د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د اروپايي ټولنې په منځګړتوب توافق ښايي نتیجه ورکړي. روس پلوو بېلتونپالو د دې توافق په لومړیو ورځو کې له اوربند څخه سرغړونه وکړه او د پراخو عملیاتو په ترڅ کې یې ستراتیژیک ښار دیبالڅیف Debaltseve ونیوه.

کییف د درنو وسلو د اېستلو په برخه کې زړه نازړه و؛ ځکه ویل یې چې بېلتونپال له اوربند څخه دومداره سرغړونې او حملې کوي.

د مینسک موافقه د جرمني او فرانسې په منځګړتوب لاسلیک شوه؛ څو د اوکراین په ختیځ کې هغه جګړه پای ته ورسوي چې د تېرکال له اپریل میاشتې راهیسې یې ۵۶۰۰ کسان وژلي او د روسیې او لویدیځ په اړیکو کې یې داسې کړکېچ رامینځ ته کړی چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ساری نه لري.

د مینسک د موافقې له مخې د څوارلسو ورځو په ترڅ کې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه باید هغه وسلې واېستل شي چې سل میلي متره او د زیات قطر لرونکې مرمۍ خوري؛ څو لږترلږه د پنځوس کیلومترو په واټن پراخ امنیتي زون رامینځ ته شي.

مسکو له دې وړاندې د کیف دا غوښتنه خندوونکې وبلله چې ویل یې د درنو وسلو له اېستلو مخکې باید بشپړ اوربند نافذ شي څو وکولای شي خپلې درنې وسلې د جګړې له لومړي کرښې وباسي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې بشپړ اوربند تراوسه هېڅکله هم نه دی نافذ شوی. لاوروف د لویدیځ د هڅو هدف د اوکراین په ختیځ کې د ده په وینا د خلکو له غوښتنو د پاملرنې انحراف وباله:

"له اوربند څخه د سرغړونو په خاطر د بېلتونپالو، روسیې او نورو د غندلو د ټولو غوښتنو هدف یوازې دا دی چې وضعیت د سیاسي حل له هغې لارې منحرف شي چې هدف یې د کییف او د اوکراین په ختیځ کې د بېلتونپالو ترمینځ د داسې یوه انډول ډیالوګ پیل وي چې نړیوال یې تایید او د اوکراین د دې سیمې د خلکو د حقونو مجموعه خوندي کړي او په اساسي قانون کې اصلاح راولي."

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر همداراز پر مسکو د نویو بندیزونو د لګولو په اړه د خپل امریکايي سیال جان کېري او د اروپايي ټولنې د چارواکو پر څرګندونو انتقاد وکړ.

جان کېري ویلي و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د ځمکو د لاندې کولو له لارې اوکراین بې ثباته کوي.

XS
SM
MD
LG