د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

پاکستان: د شکارپور په يوې امام بارګاه کې چاودنې ٢٠ کسان وژلي


د پاکستان د سند ايالت په شکارپور ښار کې د شيعه ګانو په يوه امام بارګاه کې بمي چاودنه شوې چې لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سند د شکارپور ښار د امنيتي او روغتيايي چارواکيو په وينا؛ د جمعې په ورځ د شکارپور په لکهي در نومي سيمه کې د شيعه ګانو په يوې امام بارګاه کې دننه بمي چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې تر دې دمه لږ تر لږه ٢٠ کسان وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان شوي دي.

دوى وايي چې د چاودنېپر مهال په "کربلا مولا" نومي امام بارګاه کې لسګونه کسان د جمعې پر لمانځه ولاړ وو.

د پېښې ټپيان شکارپور دولتي او د دې ښار بېلابېلو نورو روغتونونو ته لېږدول شوي چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

چارواکي وايي چې په مړو اوټپيانو کې ګڼ شمېر ماشومان او مېرمنې هم دي.

ځايي پولیس وایي چې د چاودنې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړي؛ خو تراوسه جوته نه ده چې آيا دا یو ځانمرګی برید و او که په امام بارګاه کې چاودېدونکي مواد ځاى پرځاى شوي وو؟

د شکارپور د دولتي روغتون مشر ډاکټر شوکت علي ميمن د پېښې د تلفات په اړه رسنيو ته وويل:

"تر دې دمه زموږ روغتون ته ٢٠ مړي او له ٥٠ زيات ټيان راوړل شوي او دا لړۍ لا دوام لري. که څه هم موږ په روغتون کې بېړنى حالت اعلان کړى؛ خو له موږ سره د ټپيانو د درملنې لپاره پوره سهولت نشته؛ خو هڅه کوو وضعيت کنټرول کړو."

لکهي در د شکارپور پرنفوسه سيمه ده چې ډېرى اوسېدونکي يې شيعه ګان او پاکستاني هندوان دي. په دې سيمه کې تر مخکې هم د شيعه ګانو پر امام بارګاوو او د هغوى پر مذهبي مشرانو بريدونه شوي چې لسګونه کسان په کې وژل شوي دي.

د سند ايالت په شکارپور کې د شيعه ګانو پر امام بارګاه دا بريد په داسې حال کې شوى چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف پر همدې ورځ په کراچۍ کې و او د دې ښار او د سند ايالت په عمومي وضعيت يې يوه امنيتي غونډه رابللې وه.

په شکارپور کې دا بريد په داسې حال کې شوى چې د تېر کال د ډسمبر په ١٦مه نېټه په پېښور کې پر ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر خونړي بريد وروسته په ټول پاکستان کې امنيتي اقدامات کلک شوي او امنيتي ځواکونو په کې پراخ تلاشي عمليات هم پيل کړي دي.

تر دې مخکې د روانې مياشتې په ٩مه نېټه اسلام اباد ته نزدې په راولپېنډۍ ښار کې هم په يوې امام بارګاه کې ځانمرګى بريد شوى و چې په نتيجه کې يې ٨ کسان وژل شوي وو.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف، ولسمشر ممنون حسين او يو شمېر نورو حکومتي چارواکيو او سياسي مشرانو په شکارپور په امام بارګاه کې چاودنې غندلې او د سند ايالت له چارواکيو يې غوښتي چې د ټپيانو په درملنه کې غفلت ونه کړي.

د يادونې وړ ده چې په د شيعه ګانو پر امام بارګاه د بريد مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG