د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د افغانستان دریم بهیر سازمان د حکومت په اړه د خپلې سروې نتیجه اعلان کړه


د ملي وحدت د حکومت له تشکیل نه د څلورو میاشتو په تېرېدو سره د افغانستان د درېیم بهیر سازمان یوه سروې کړې چې په کې ډېرو خلکو د امنیت تامین او د انتخاباتي اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د یاد بهیر چارواکو د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ دا سروې په شلو ولایتونو کې له ۲۵۷۱ کسانو څخه د پوښتنو په ځوابولو سره جوړه شوې ده.

د درېیم بهیر یوه غړي الطاف یوسفي وویل چې د ملي وحدت د حکومت او د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې له هر یوه سروې شوي کس نه پنځه پنځه پوښتنې شوي چې د حکومت په اړه څو مهمې پوښتنې داسې ځواب شوي دي:

"۹۸۵ کسانو چې زموږ د سروې ۳۹ فیصده جوړوي؛ له دولت نه د سراسري امنیت د تامین غوښتنه کړې ده. ۱۰۹۴ تنو چې زموږ د سروې ۴۳ فیصده جوړوي د ملي وحدت د حکومت راتلونکې مثبت بللی دی او ۱۳۴۹ کسانو چې زموږ د سروې شویو کسانو ۵۳ فیصده جوړوي صدراتي نظام رد کړی دی."

د ښاغلي الطاف په خبره له څه باندې دوه نیم زره سروې شویو خلکو نه ډېرو انتخاباتي اصلاحات یوه جدي اړتیا بللې ده.

که څه هم له دې مخکې مدني فعالانو او د ملي شورا ځینو غړیو د افغان حکومت په کم کارۍ انتقاد کړی؛ خو دا لومړی ځل دی چې یوه مدني بهیر له خلکو نه د حکومت د کارونو او انتخاباتو په اړه سروې جوړه کړې ده.

د درېیم بهیر رییس سیداحسان طاهري وايي؛ حکومت دومره وخت د کابینې په تشکیل مصروف و؛ خو له دې وروسته باید نورې برخې هم جدي ونیسي.

ښاغلي طاهري خبرداری ورکړ؛ که حکومت د تېر په څېر راتلونکي کې هم ضعیفه عمل وکړي؛ مدني فعالان به پراخ لاریونونه وکړي:

"د افغانستان درېیم بهیر موقف کاملاً روښانه دی. موږ تر څو د دولت ملاتړي یو چې د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیسي او که ملي ګټې زیانمنې شي؛ موږ ترې ملاتړ نه کوو او مدني اعتراضات به وکړو.

مجموعاً حکومت په کابینه کې مصروف و او موږ غواړو چې له دې وروسته دولت جدي توجه وکړي او له ځان نه داسې ضعف ونه ښيي."

ښاغلی طاهري وايي، د ملي وحدت د حکومت او انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د دې سروې نتایج له لوړپوړو افغان چارواکو او ملګرو ملتونو سره شریکوي.

د افغانستان درېیم بهیر په داسې حال کې دا سروې ترسره کړې چې افغان چارواکي خپل څو میاشتني کارونه مثبت بللي دي.

په بهرنیو غونډو کې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ؛ د سیمې له هیوادونو سره اړیکې او ځینې نور مسایل هغه څه دي چې افغان چارواکي یې خپلې لاسته راوړنې بولي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG