د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

افغان کرکټ ټیم د نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته ولاړ


د افغان لوبډلې او عامو افغانانو هغه هیله چې د کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې ولوبیږي په پوره کېدو ده.

پنځلس افغان لوبغاړو او روزونکي پلاوی یې د جمعې په ورځ د اسټرالیا په لوري خپل سفر پیل کړ.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم که څه هم د شل اورو لوبو دوه نړیوال جامونه لوبولي؛ خو تر دې مخکې یې هیڅکله په پنځوس اوره نړیوال جام کې لوبه نه ده کړې.

د کرکټ د ملي ټیم روزونکي "انډي مولز" اسټرالیا ته تر سفر مخکې رسنیو ته وویل چې ټیم یې شپږ میاشتې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام تیاری نیولی.

ښاغلي مولز هیله وښوده چې افغان ټیم به حیرانوونکې لوبې کوي او د کرکټ په ټولو تخنیکي برخو کې یې پوهه ډېره لوړه شوې ده:

"موږ د کرکټ په تر ټولو مهم ټورنمنټ کې د ګډون لپاره خپل سفر پیلوو. شپږ میاشتې کیږي چې لوبغاړو ډېر تمرین کړی دی. لوبغاړو د لوبې په ټولو برخو کې د روزونکې ډلې ټولې ورسپارل شوې دندې ښې سر ته رسولې دي.

زه هیله من یم چې په نړیوال جام کې د لوبغاړو د ټولو زحمتونو ښه نتیجه به وګورو."

د ښاغلي مولز په خبره که څه هم تر دې مخکې د بیټینګ په برخه کې پر افغان ټیم انتقاد کېده؛ خو دا ستونزه یې حل شوې او افغان لوبغاړي به نه یواځې ښه بالنګ بلکې حیرانوونکی بیټینګ هم وکړي.

د کرکټ بورډ ادارې پنځلس افغان لوبغاړي مخکې له مخکې نړیوال جام ته اعلان کړل چې په کې څو نویو ځوانانو ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به له نړیوال جام مخکې څلور تمریني لوبې وکړي او بیا به په نړیوال جام کې لومړۍ لوبه له بنګله دیش سره وکړي.

افغانستان په نړیوال جام کې په ترتیب شپږ لوبې کوي چې له بنګله دیش، سریلانکا، سکاټلنډ، اسټرالیا، نیوزلنډ او انګلستان سره به وي.

اخوا د کرکټ بورډ عمومي رییس وايي؛ افغان لوبغاړي نه یواځې دا چې په نړیوال جام کې لوبې کوي بلکې د کرکټ د نړیوالې شورا د وروستۍ پریکړې له مخې تر ۲۰۱۷ کاله پورې له تکړه لوبډلو سره د ډېرو لوبو امتیاز هم اخلي.

نسیم الله دانش په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ افغان لوبډله به د راتلونکو سیالیو د پروګرام په چوکاټ کې تر ۲۰۱۷ کاله له تکړه ټیمونو سره ډېرې لوبې وکړي:

"افغانستان به له دې نه وروسته له هانک کانګ، نیپال او داسې نورو ټیمونو سره لوبې نه کوي. زموږ ټولې لوبې به له بشپړ غړیتوب لرونکو ټیمونو سره وي. زموږ ټیم د راتلونکو سیالیو په پروګرام کې داخل شوی دی.

زموږ کوښښ به دا وي چې موږ څنګه له اسټرالیا، هند، ویسټ انډیز، پاکستان، سریلانکا او ټولو بشپړو غړیو ټیمونو سره لوبې وکړو. دغو لوبو نه فایده واخلو هم اقتصادي ګټه ترې واخلو او هم مو لوبغاړي له قوي ټیمونو سره د لوبو په خاطر تجربه واخلي."

د ښاغلي دانش په خبره که افغان ټيم وکړای شي؛ په دې دوو کلونو کې ډېرتکړه ټیمونه مات کړي راتلونکي نړیوال جام ته به په مستقیمه توګه لار پيدا کړي.

آیرلنډ هم د کرکټ د نړیوالې شورا د راتلونکو سیالیو په پروګرام یا د تکړه ټیمونو د لوبو په جدول کې شامل شوی دی.

کرکټ بورډ وايي، هیله لري چې په منظمو پلانونو سره وکړای شي؛ تر راتلونکو لسو کلونو پورې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړغړیتوب خپل کړي.

XS
SM
MD
LG