د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

درې کاندید وزیران له خپل دوهم تابعیته تیر شول


درې کاندید وزیران له خپل دوهم تابعیته تیر شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي چې دغو درېیو کسانو په رسمي ډول له خپل دوهم تابعیته تیر شوي دي.

سراج الدین سراج له آزادی راډیو سره په ټلیفوني خبرو کې وویل:

"د بهرنیو چارو نوماند وزیرصلاح الدین رباني؛ د کورنیو چارو نوماند وزیر نورالحق علومي او د کار او ټولنیزو چارو نوماند وزیر سادات ناري خپل دوهم تابعیتونه پریښودل."

صلاح الدین رباني او سادات نادري د بریتانیا او نورالحق علومي د هالنډ تابعیت درلود.

دغه درې کسان له هغو اوو کاندید وزیرانو څخه وايي چې وړاندې د ولسي جرګې له خوا د دوهم تابعیت درلودلو له کبله رد شوي وو.

پوښتنه دا ده چې ولسي جرګه به اوس له دغو کاندیدانو سره څه وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان آزادي راډیو ته وویل چې دا به نن معلومه شي چې دوی به په کاري پروګام کې شامل شي که څنګه.

"په دې اړه به بحث وشي چې آیا دا ممکنه ده یو څوک په پنځو ورځو یا یوې اونۍ کې له خپل تابعیت څخه تیر شي او دوهم مطبوع حکومت هغه تایید کړي. که داسې څه وي، زما له نظره ښایې څه ستونزه به نه وي چې دوی بیا ولسي جرګې ته راشي؛ پوښتنې او ځوابونه وشي او صندوق ورته کیښودل شی."

د افغانستان ولسي جرګې شاوخوا یوه میاشت دمخه یوه مصوبه تصویب کړه چې له مخې یې هر هغه څوک چې دوهم تابعیت لري؛ نه شي کولی د افغانستان په کابینه کې د وزیر په توګه دنده ترسره کړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د عدلیې وزارت ته نوماند احمد سیر مهجور؛ د مخدره موادو پر وړاندې کاندید وزیر فیض اله کاکړ؛ د ښاري پراختیا وزارت ته نوماند شاه زمان میوندي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د نوماندې آی سلطان خیري برخلیک به څنګه شي او آیا دوی به هم د رباني، نادري او علومي په څیر له خپلو تابعیتونو تیر شي کنه.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د ژمنیو رخصتیو د پیل له کبله نور انتظار نه شي کولی او وايي؛ که تر راتلونکو دوو ورځو پورې نوي کسان د رد شویو کاندید وزیرانو پر ځای معرفي نه شي؛ دوی به پنځه اونیزې رخصتۍ ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG