د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

"یو شمېر کسانو د اسلامي دولت له ډلې سره په افغانستان کې بیعت کړی"


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د کورنیو چارو وزارت دا مني چې یو شمیر وسله والو په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې په نامه فعالیتونه پيل کړي؛ خو په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت له وسله والو سره د اړیکو په اړه یې څه نه وايي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ په ځانګړې توګه د طالبان یو شمېر کسانو د اسلامي دولت له ډلې سره په افغانستان کې بیعت کړی دی.

"کوم اطلاعات چې زموږ کشفي او استخباراتي بنسټونه یې لري؛ دا دي چې د طالبانو او حقاني تروریستي ډلو مربوط یو شمیر کسانو خپل نومونه اړولي او له داعش ډلې سره یې بیعت اعلان کړی."

ښاغلي صدیقي وویل چې، افغان ځواکونه چمتو دي څو په هر نوم او له هرې ډلې سره مبارزه وکړي او په افغانستان کې یې د ودی مخه ونیسي.

د اسلامي دولت ډله چې مخکې د داعش یا د عراق او شام د اسلامي دولت په نامه یادیدله؛ عمدتاً د عراق او سوریې په یو شمیر سیمو واکمنه ده.

دغې ډلې وروسته خپل نوم په اسلامي دولت واوړوه.

په افغانستان کې د دغې ډلې د فعالیت په اړه وروسته له هغه راپورونه خپاره شول چې په ځینو ولایتونو کې د همدې ډلې په نامه بیرغونه ولګول شول او آن په هلمند کې له طالبانو سره ونښتل.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان کمپبل له "آرمې ټایمز" خپرونې سره په مرکه کي ویلي؛ داسې راپورونه شته چې د اسلامي دولت ډلې له خوا په افغانستان او پاکستان کې په ښکاره ډول د خلکو جذبول او د شبنامو خپرول دوام لري.

اخوا د افغان دولت یوه باوري سرچینه دا ردوي چې د اسلامي دولت وسله وال دې عملاً په افغانستان کې فعالیت ولري؛ خو بیا یې هم د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي.

دغه سرچینه په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې یو شمېر خنډونو ته اشاره کوي.

د سرچینې په حواله، د اسلامي دولت ډله سلفیان دي او له افغان طالبانو سره چې سنیان دي؛ مذهبي توپير لري.

نور موضوعات له افغاني وسله والو سره د همدې ډلې ژبنی توپير او له لري واټن څخه یې د رهبرۍ ستونزې دي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز په یوه مطلب کې لیکلي چې د رحمت الله نبیل په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت ادارې په شدت سره په دغه هیواد کې د القاعدې او طالبانو له پاته شونو سره مبارزه کړې او د اسلامي دولت ډلې ته یې هم دا اجازه نه ده ورکړې چې په افغانستان کې ملاتړي جذب کړي.

خو کارپوهان بیا وايي چې افغان طالبان نور نه شي کولای؛ په افغانستان کې د پاکستان ګټې خوندي کړي او دا ډله د طالبانو یوه بدیله ډله یادوي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالجبار قهرمان په دې اړه آزادي راډيو ته وویل:

"د آیساف قومندان چې کوم اظهارات درلودل؛ هغه په رښتیا هم خبر دی. پاکستان او د پاکستان حامیانو نور د طالب په وجود کې دلته خپلې ګټي سرته نه شي رسولی؛ دوی په دې نتیجې رسیدلې چې طالب په داعش ډلې تبادله کړي."

کارپوهان وايي، سره له دې چې اسلامي دولت تر دې دمه په افغانستان کې د پام وړ فعالیت نه لري؛ خو سپارښتنه کوي چې په افغانستان او سیمه کې د دا ډول خطرناکې وسله والې د خپریدو مخه په جدید سره ونیسي.

XS
SM
MD
LG