د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

په ازبکستان کې پارلماني ټاکنې روانې دي


په ازبکستان کې نن پارلماني ټاکنې روانې دي چې د محدود شمېرڅارونکو په باور، په دې هېواد کې به د ریښتیني بدلون سبب شي.

ترشل میلیونه زیاتو ازبکانوچې د راییو ورکولو لپاره په قانوني شرایطو برابر دي، نومونه ثبت کړي او د دې هېواد د یو نیم سل کسیزه پارلمان [اولي مجلیس] لپاره به خپل استازي وټاکي.

د ازبکستان د انتخاباتو د مرکزي کمیسون مشر مرزا اولغبیګ عبدالسلاموف نن وویل چې د ازادو او عادلانه پارلماني ټاکنو لپاره شرایط برابر شوي او انتخابات به د ډیموکراسۍ له لوړو او نړېوالو معیارونو سره برابر به ترسره شي.

د ازبکستان په ننیو پارلماني ټاکنو کې څلورګوندونه – لیبرال ډيموکرات، د خلکو ډیموکراتیک ګوند، د ملي تجدید ډیموکرات ګوند او سوشیل دیموکرات عدالت ګوند برخه لري.

د ازبکستان ولسمشراسلام کریموف په وروستیو کلونوکې د دې هېواد پارلمان ته یولړصلاحیتونه ورکړي چې پراساس یې پارلمان کولای شي چې د ځانګړي میکانیزم په مرسته حکومت ته د عدم اعتماد راییه ورکړي او هغه ګوند چې په پارلمان کې زیاتې چوکۍ لري، صدراعظم وټاکي.

په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان د خپلو څارونکو یوه کوچنۍ ډله د ازبکستان د پارلماني ټاکنو د څارنې لپاره دې هېواد ته استولي او وايي چې په دې ټاکنوکې د رقابت زمینه ډيره کمه ده.

د ازبکستان د حکومت د اپوزیسیون هغو مشرانو چې په تیرو کلونو کې له دې هېواده تښتې ته مجبورشوي، پرخپلو خلکو ږغ کړی چې دا انتخابات تحریم کړي.

په ازبکستان کې د بهرنیو رسنیوفعالیت او انټرنټي خدمات ډيرمحدود دي او ټولې کورنۍ رسنۍ د حکومت له خوا څارل کیږي.

اسلام کریموف د پخواني شوروي ترسقوط وروسته د ازبکستان ولسمشر شو او تراوسه په قدرت کې دی.

دی په ۲۰۰۷ [میلادي] کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو په پایله کې، د جمهوري ریاست د اوه کلنې دورې لپاره وټاکل شو.

د ازبکستان پارلمان په ۲۰۱۲ [میلادي] کال کې د ولسمشرۍ دوره له اوو کلونو، پينځو ته را کمه کړه او په راتلونکي پسرلي کې به د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG