د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

ورانکارو سافټ ویرونو د افغان حکومت رسمي ویبپاڼو ته لار موندلې


د انټرنټي امنیت یوه امریکايي اداره وايي چې د افغانستان د حکومت رسمي ویبپاڼې ورانکاري سافټ ویرونه یا مال ویرونه لري.

په امریکا کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د امنیت یا سایبر سیکوریتي یوه تحقیقاتي اداره وايي چې د افغانستان د حکومت په ګڼ شمېر رسمي ویبپاڼو کې یې داسې مضر سافټ ویرونه موندلي چې ښايي سرچینه یې په چین کې وي.

"تریټ کونکټ" Threat Connect چې مرکز یې په امریکا کې دی؛ وايي، د دې ټولنې څېړونکو تېره اونۍ د افغان حکومت د څو ادارو په رسمي ویبپاڼو کې یو وایروس وهلی فایل وموند.

تریټ کونکټ وايي چې افغان حکومت د دې مضرو سافټ ویرونو د مخنیوي لپاره هېڅ راز انټي وایروس پروګرام نه لري. د دې ټولنې د استخباراتي څېړنو د برخې مشر "رِک بارګر" Rich Barger وايي؛ دا د هغو حملو لړۍ ده چې سږکال یوه بل امنیتي شرکت وموندله او هغه یې د چین د استخباراتو کمپاین وباله.

بارګر رویټرز خبري آژانس ته وویل؛ د افغان حکومت د رسمي ویبپاڼو له لارې د جاوا سافټ ویر په وسيله وروستۍ حمله د ډسمبر په شپاړسمه په هغه ورځ وشوه چې د چین صدراعظم لي کيکیانګ د افغان حکومت له اجراییه مشر عبدالله عبدالله سره په قزاقستان کې وکتل.

بارګر یونان ته د لي کیکیانک د یوه مخکیني سفر پرمهال د ورته برید یادونه کوي او وايي دوی د چین د خاصو لوبغاړو د دوامدار فعالیت نښې لیدلي چې د افغان حکومت له تاسیساتو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.

دی زیاتوي، ښايي د چین استخبارات غواړي د افغان حکومت د معتبرو ویبپاڼو له لارې د دې ورانکارو سافټ ویرونو په وسیله پر نړیوالو اهدافو حملې وکړي.

د بارګر په وینا، دا د ځانګړو حملو هغه بڼه ده چې برید کوونکی لومړی ګڼ شمېر قربانیان په وایروس اخته کوي او بیا معلومات ورڅخه راباسي.

د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ د ملي اتحاد ټولنې مشر او د "ټېک نېشن" TechNation د شرکت مسوول عمرمنصور انصاري وايي؛ د افغانستان نوی حکومت باید د سایبر امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي انصاري آزادۍ راډیو ته وویل؛ پخوانيو حکومتونو دا مساله جدي نه ګڼله؛ خو ده زیاته کړه چې اوس مهال د هېواد مهم ملي او دولتي اسناد او د هېواد د وګړو په اړه معلومات په انټرنټ او نورو الکټرونیکي سیسټمونو کې ساتل کېږي؛ نو ځکه سایبر سیکیوریټي ته خاصه پاملرنه په کار ده:

"څومره چې زموږ فزیکي امنیت مهم دی؛ هومره زموږ سایبري یا د انټرنټ امنیت او د معلوماتو خوندیتوب او امنیت مهم دی. فکر کوم له دې وروسته حکومت باید خاصه توجه سایبر سیکوریټي یا د انټرنټ امنیت ته ولري؛ په دې برخه کې خاصه پانګونه وکړي او بودجه ورته ځانګړې کړي ترڅو چې موږ خپل سیسټمونه سیکیور او خوندي کړای شو."

د تریټ کونکټ د راپور له مخې؛ د افغان حکومت پر څو ویبپاڼو او له هغې ډلې د بهرنیو چارو، مالیې، پوهنې، سوداګرۍ او صنایعو، عدلیې او د ښځو د چارو وزارتونو پر ویبپاڼو یې دا مضر سافټ ویرونه موندلي.

عمرمنصور انصاري وايي، که د حکومتي ادارو رسمي ویبپاڼې په رښتیا هم مضر سافټ ویرونه یا مالویرونه ولري؛ نو دا به د جدي اندېښنې وړ خبره وي؛ خو د معلوماتي ټکنالوژۍ دا افغان کارپوه تجارتي سیالۍ هم په دې برخه کې له احتماله لیرې نه ګڼي او وايي، اوس مهال په افغانستان کې د چین، متحدوایالاتو او اروپا شرکتونه فعالیت لري او کېدای شي دا د ځانګړو کمپنیو پرضد د سیالو کمپنیو د تبلیغاتو یوه برخه وي.

XS
SM
MD
LG