د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

"په کابل کې د امنیت د ټینګښت په مقصد د نوي اقداماتو له مخې ۵۰ وسله وال نیول شوي"


د افغانستان امنیتي ادارې وایي، چې د کابل ښار د امنیت د ټینګښت لپاره یې له تیرو دوه اونیو را په دې خوا نوي اقدامات پيل کړي دي.

په کابل کې د حکومت د وسله والو مخالفینو د حملو له زیاتیدو سره سم امنیتي مسولین وایي چې د ښار د امنیت لپاره یې په خپلو کې د همغږۍ او مرستو نوې لړۍ پیل کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت، د کابل د ۱۱۱ قول اردو قوماندانۍ او د کابل پولیسو د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې دې اقداماتو یې ښه نتیجه ورکړې او د ډیرو حملو او چاودنو مخه یې نیولې ده.

د کابل د ۱۱۱ مې قول اردو قوماندان قدیم شاه شهیم وایي؛ د دې اقداماتو په لړ کې یې د تیرو دوه اونیو را په دې خوا څه باندې پنځوس کسان نیولي چې وسلې او چاودیدونکي مواد هم ورسره وو.

"له نېکه مرغه موږ د دې اقداماتو له مخې یو زیات شمیر چاودیدونکي توکي؛ بیلابیلې وسلې، راکټونه چې په کابل وریدونکي وو او ځای په ځآی شوي چاودیدونکي مواد مو لاسته راوړي."

د ښاغلي شهیم په وینا په دې وسلو کې په لسګونو کلاشنکوفونه، تفنګچې د چاودیدونکو موادو ډک واسکټونه؛ بې هوده کونکي زهري مواد او لاسي بمونه نیولي او په کابل یې د څو راکټي حملو مخه نیولي ده.

امنیتي اداري په داسې وخت کې د ګډو ګزمو؛ خاصو عملیاتو د ډیریدو او شکمنو کسانو او ځایونو د پلټڼې خبرې کوي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې بمي چاودنې؛ انتحارياو ډله ییزې حملې ډيرې شوي دي.

سره له دې چې خلک ورستیو ناامنیو اندیښمن کړي؛ خو د افغانستان ملي امنیت وایې چې د کابل ښار د امنیت په خاطر د دوی نوی پلان ښې نتیجې ورکړي چې په دوام سره به ېې د داسې حملو ډير تنظیمونکي ونیول شي.

د دې ادارې ویاند عبدالحسیب صدیقي له عدلي او قضایي ارګانونو وغوښتل چې د تروریستي بریدونو په تړاو نیول شوو کسانو ته لازمه جزاوې ورکړي.

"موږ مطمین یو چې د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونه به په نیول شوو کسانو د هیواد نافذ قوانین او د اسلام مبین دین احکام جاري کړي. د دوی تروریستي فعالیتونه د لسهاوو ماشومانو؛ ښځو بې ګناه سړیو او د هیواد د زړه ورو ځواکونو د وژل کیدو سبب ګرځي چې د بخښلو وړ ندي."

په هیواد او په تیره بیا مرکز کابل کې د نوي حکومت له جوړیدو سره حملو زور واخست او په تیرو څو اونیو کې یوازې په کابل کې د شلو په شاوخوا کې حملې شوي چې د حکومتي چارواکو په وینا ډیر تلفات یې ملکي کسانو ته رسیدلي.

امنیتي اداري بیا په مرکز کابل کې د حملو ډيریدو علت د وسله والو کسانو کمزوري یادوي او وایي چې دوی په مخامخ جنګ کې توان له لاسه ورکړی؛ خو غواړي په عامه ځایونو کې په حملو ځانونه مطرح کړي.

له دې سره جمهور ریس اشرف غني ژمنه کړي چې په کابل کې د ګارنیزیون له جوړولو سره به هڅه وکړي چې د هیواد د امنیتي ادارو تر منځ همغږي ډیره او ورسره به امنیت ښه شي.

XS
SM
MD
LG