د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

"په راتلونکې جدي میاشت کې به د الکټرونیکي تذکرو ویش پيل شي"


د ولسمشر له خوا د وګړو د احوال دثبت قانون له توشیح کیدو سره سم د کورنیو چارو وزارت مسولین وایي؛ چې په د راتلونکې جدي میاشتې په لومړیو کې به د الکټرونیکي تذکرو ویش پيل کړي.

د کورنیو چارو وزارت د الکټرونیکي تذکرو د نوم ثبتولو رییس زمری باهر وایي؛ په دې برخه کې ټول کارونه بشپړ شوي دي.

ښاغلي باهر وايي چې د دغې لړی په پیل کې به ولسمشر او بیا به د کابل ټولو اوسیدونکو ته الکټرونیکي تذکرې وویشل شي.

"زموږ تخمین دا دی چې د الکټرونکي تذکرو د ویش پړاو به د جدي په لومړی نیټه پیل کړو؛ خو دا نیټه تخمیني ده او دا مشروط په دې ده چې موږ وکولای شو؛ لومړی تذکره ولسمشر ته ورکړو او موږ له جمهوري ریاست نه اجازه تر لاسه کړو چې دغه تذکرې وویشو."

د الکټرونیکي تذکرو د ویش خبره له تیرو دوو کلونو را په دې خوا کیږي او کورنیو چارو وزارت او مخابراتو وزارت په ګډه د دغو تذکرو پاڼه ډیزاین او جوړه کړې ده.

له دې وړاندې د وګړو د احوالو د ثبت قانون نه موجودیت د دې تذکرو د ویش پر وړاندې یوه ستونزه وه؛ خو تیره اونۍ چې دا قانون توشیح شو؛ د الکټرونیکي تذکرو ویش ته زمینه برابره شوه.

د کورنیوچارو وزارت مسولین وایي چې په ټول هیواد کې به په څلورو پړاوونو کې د الکټرونیکي تذکرو د ویش چارې بشپړې کړي.

د الکټرونکي تذکرو په ورکولو سره به د هر افغان مشخصات په بایومیتریکه یا کمپیوټري بڼه ثبتیږي او دا تذکرې له هویت سربیره د موټرو د لایسنس او جواز سیر آسانتیاوې هم لري.

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رییس ویلي وو چې د الکټرونیکي تذکرو په ورکولو سره به د انتخاباتو په بهیر کې شفافیت هم تامین شي.

د سیاسي چارو کارپوه "ثمر سیرت" ازادي راډیو ته وویل چې الکټرونیکي تذکرې د انتخاباتي سیسټم له اصلاح سربیره ځینې نوروې ګټې هم لري.

"بریښنايي تذکرې د افغانستان په امنیت؛ د قوانینو پر تطبیق او د ولسمشریزو او پارلماني انتخاباتو په ترسره کیدو کې ۱۰۰ فیصده اغیزمنې دي.

له حکومت نه مې هیله دا ده چې باید دغه موضوع جدي په نظر کې ونیسي او د افغانستان اتباعو ته بریښنايي تذکرې توزیع کړي."

که څه هم چې د ملیت او یو شمیر نورو ځانګړتیاوو په څير ټکي په الکټرونیکي تذکرو کې د اختلاف ټکي ګڼل شوي وو؛ خو د دغو تذکرو د ویشلو او نوم ثبتونې اداره وايي؛ که څه هم چې یو شمیر مشخصات په دغه تذکرو کې ذکر شوي نه دي؛ خو د هر وګړي پوره ځانګړتیاوې به په بشپړه توګه په دغه اداره کې ثبت او وساتل شي.

څیړونکي وایي، له دې سره به ځینو مغرضو بهرنیو کړیو ته هغه اسانتیاوې هم له منځه ولاړې شي چې غواړي افغاني تذکرې ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG