د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

اشرف غني او عبدالله عبدالله د کابینې په اړه موافقې ته ورسېدل


د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د نوې کابینې پر سر اختلافونه بلاخره پای ته ورسیدل.

د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه موافقه په څلورو مسایلو مشروطه ده.

د ښاغلي سالارزي په وینا؛ په دې شرایطو کې راغلي چې د کابینې غړي باید نوې څېرې وي؛ څلور څوکۍ د ښځو لپاره، تخنیکي وزارتونو ته د مسلکي او وړو کسانو معرفي او دا چې نوماند وزیران به په څو مرحلو کې ولسي جرګې ته وپېژندل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ د شوې موافقې هر کلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې نوماند وزیران ډېر ژر د باور د رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته وپېژندل شي.

د ولسي جرګې منشي انجنیر سید اکرام په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"د کابینې نهايي کېدل دا د افغانستان او د هیواد د خلکو لپاره واقعاً یو ښه اقدام دی؛ په عین حال کې د ډسمبر به دوهمه د ناټو کنفرانس دی؛ دغه شان د لندن کنفرانس دی، دا یو نیک اقدام دی، موږ له دې اقدام نه هر کلی کوو او هیله من یم چې نوې کابینه به دېر ژر د باور د رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته وپېژندل شي."

د یادونې ده چې تر دې دمخه د افغانستان د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د دغې جرګې په عمومي غونډه کې ویلي وو چې دوی به د نوې کابینې د ژر تر ژر اعلان په خاطر د ولسمشر او اجراییه رییس دواړو تر دروازو پورې ورشي.

ښلاغلي ابراهیمي د ولسي جرګې په یوې غونډه کې ان د نوي حکومت مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی و او ویلي وو چې نور نو د سرپرست وزیرانو کار قانوني نه دی.

په عین حال کې دا چې په نوې کابینه کې څلور څوکۍ ښځو ته ورکړل شوي؛ د حکومت دا اقدام د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالینو له خوا ستایل شوی دی.

د افغانستان د ښځو د سرتاسري ټولنې مشره ثریا پرلیکا د حکومت د دغه اقدام نه د ملاتړ په ترڅ کې وايي چې په کاره ده؛ وړې او په کار پوهې ښځې وزارتونو ته معرفي شي.

"زه په دې برخه کې چې په نوې کابینه کې به څلور وزارتونه ښځو ته ورکړل شي؛ د دې اقدام ملاتړ کوم او هیله منه یم چې دغه اقدام د تخصص او وړتیا په پام کې نیولو سره تر سره شي؛ نه دا چې د شخصي ارتباطاتو له مخي وي او یا دا چې دا د یو په ګروپ پورې تړلې ده او دا د بل په ګروب پورې."

د افغانستان د نوې کابینې د اعلان په اړه د حکومتي چارواکو هیلې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د لندن کنفرانس ته یواځې څو ورځې پاتې دي.

کارپوهان په دې باور دي چې ولسمشر محمد اشرف غني باید د لندن کنفرانس ته له نوې کابینې سره ولاړ شي.

که څه هم تراوسه د کابینې د غړو د نومونو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو ویل کیږي ولسمشر به ډیر ژر په دې اړه ولس ته معلومات ورکړي.

بل خوا عام خلک په کابل او ولایتونو کې د امنیتي وضیعت د خرابېدلو موضوع هم د نوې کابینې په اعلان پورې تړلې خبره ګني او وايي چې کیدای شي؛ د نویو څېرو په معرفي او مسوولیت اخیستلو سره په امنیتي وضیعت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.

راپور : اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG